عَنِ ابْنَ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ:
عَلَّمَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَكَفِّي بَيْنَ كَفَّيْهِ، التَّشَهُّدَ، كَمَا يُعَلِّمُنِي السُّورَةَ مِنَ القُرْآنِ: «التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ، وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ». وفي لفظ لهما: «إِنَّ اللهَ هُوَ السَّلَامُ، فَإِذَا قَعَدَ أَحَدُكُمْ فِي الصَّلَاةِ فَلْيَقُلْ: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، فَإِذَا قَالَهَا أَصَابَتْ كُلَّ عَبْدٍ لِلَّهِ صَالِحٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، ثُمَّ يَتَخَيَّرُ مِنَ الْمَسْأَلَةِ مَا شَاءَ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم راته تشهد داسې رازده کړ لکه څرنګه به یې چې له قرآن څخه یو سورت رازده کاوه، دا پداسې حال کې چې زما لاس د هغه په لاسونو کې و: «التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ، وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ، السَّلاَمُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ» ټولې ستاینې ژبنې، بدني، او مالي عبادتونه الله جل جلاله لره دي، سلام او د الله رحمتونه او برکتونه دې وي پر تا ای پیغمبره، سلام دې وي پر مونږ او د الله پر نیکو بنده ګانو، ګواهي ورکوم چې له الله تعالی پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نشته او ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی». او د دواړو په یو بل لفظ کې راغلي: «إِنَّ اللهَ هُوَ السَّلَامُ، فَإِذَا قَعَدَ أَحَدُكُمْ فِي الصَّلَاةِ فَلْيَقُلْ: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ وَالطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، فَإِذَا قَالَهَا أَصَابَتْ كُلَّ عَبْدٍ لِلَّهِ صَالِحٍ فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، ثُمَّ يَتَخَيَّرُ مِنَ الْمَسْأَلَةِ مَا شَاءَ». «یقینا الله سلام دی، نو کله چې ستاسو څخه یو څوک په لمانځه کې کېناست نو ودې وایي: التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ...ثنا، ستاینې او پاکۍ الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه دې وي، پر مونږ او دالله پر نیکو بندګانو دې سلام وي. کله یې چې دا دعا وویله هر نېک بنده ته به په اسمان او ځمکه کې ورسیږي. (بیا به ووایي) ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او پدې ګواهي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دی. د دې پسې بیا کولی شي هر ډول سوال او دعا چې وغواړي غوره یې کړي»

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ابن مسعود رضي الله عنه ته هغه تشهد ور زده کړ چې په لمانځه کې وېیل کېږي، پداسې حال کې چې د ابن مسعود لاس یې په دواړو لاسونو نیولی و، تر څو د ابن مسعود پام ځانته را واړوي، تشهد یې داسې ور زده کړ لکه څرنګه یې چې د قرآن یو سورت ور زده کاوه. دا کار د دې تشهد الفاظو او معنا ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاملرنه ښيي. نو ویې فرمایل: "التَّحِيَّات لله": دا هره هغه وینا او عمل دی چې پر تعظیم دلالت کوي، چې د ټولو حقدار الله جل جلاله دی. "الصَّلَوَاتُ": دا هغه پېژندل شوی لمونځ دی چې د الله تعالی لپاره یې فرض او نفل کیږي. "الطَّيِّبَاتُ": دا هغه ښې ویناوې، عملونه او پاکیزه صفتونه دي چې د کمال څرګندونه کوي او د ټولو حقدار الله جل جلاله دی. "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته" هغه ته له هر مصیبت او ضرر څخه د خوندي پاتې کېدلو او د هر ډول خیر او ښېګڼې د زیاتوالي دعا ده. "السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين": د لمونځ کوونکي او په اسمان او ځمکه کې د هر صالح بنده لپاره د خوندیتوب دعا ده. "أشهد أن لا إله إلا الله": يعنې زه په ټينګه اقرار کوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته. "وأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ ورسولُهُ": او زه پدې اقرار کوم چې هغه د الله بنده دی او رسالت یې تر ټولو وروستی او د پيغمبرۍ لړۍ لره پای ته رسوونکی دی.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کوونکی وهڅاوه چې هر ډول دعا وغواړي نو غوره دې کړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې تشهد ځای له ورورستۍ سجدې پسې دی، کله چې لمونځ کوونکی په قعده کینې او په درې رکعتي او څلور رکعتي لمونځونو کې له دویم رکعت څخه وروسته.
  2. په تشهد کې د: التحیات وېیل واجب دي، او په هر ډول الفاظو چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي تشهد وېیل روا دی.
  3. په لمانځه کې یې چې هره دعا خوښه وي هغه غوښتلی شي خو پدې شرط چې ګناه (ناروا) نه وي.
  4. په دعا کې مستحب دي چې لومړی د ځان لپاره په دعا پېل وشي.
نور