عن أَبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه:
أنه كَانَ يُكَبِّرُ فِي كُلِّ صَلَاةٍ مِنَ الْمَكْتُوبَةِ وَغَيْرِهَا، فِي رَمَضَانَ وَغَيْرِهِ، فَيُكَبِّرُ حِينَ يَقُومُ، ثُمَّ يُكَبِّرُ حِينَ يَرْكَعُ، ثُمَّ يَقُولُ: سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، ثُمَّ يَقُولُ: رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ، قَبْلَ أَنْ يَسْجُدَ، ثُمَّ يَقُولُ: اللهُ أَكْبَرُ حِينَ يَهْوِي سَاجِدًا، ثُمَّ يُكَبِّرُ حِينَ يَرْفَعُ رَأْسَهُ مِنَ السُّجُودِ، ثُمَّ يُكَبِّرُ حِينَ يَسْجُدُ، ثُمَّ يُكَبِّرُ حِينَ يَرْفَعُ رَأْسَهُ مِنَ السُّجُودِ، ثُمَّ يُكَبِّرُ حِينَ يَقُومُ مِنَ الْجُلُوسِ فِي الِاثْنَتَيْنِ، وَيَفْعَلُ ذَلِكَ فِي كُلِّ رَكْعَةٍ، حَتَّى يَفْرُغَ مِنَ الصَّلَاةِ، ثُمَّ يَقُولُ حِينَ يَنْصَرِفُ: وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، إِنِّي لَأَقْرَبُكُمْ شَبَهًا بِصَلَاةِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، إِنْ كَانَتْ هَذِهِ لَصَلَاتَهُ حَتَّى فَارَقَ الدُّنْيَا.

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
هغه به په فرض او نورو لمونځونه کې تکبیر ویلو، په روژه کې او له روژې پرته، نو کله به چې پاڅېده تکبیر به یې وکړ، بیا یې چې کله رکوع کوله نو تکبیر یې وکړ، بیا یې : سمع الله لمن حمده ووییل، بیا یې ربنا ولک الحمد وویل؛ مخکې لدې چې سجدې ته لاړ شي، بیا چې کله سجدې ته ټیټېده نو الله اکبر یې ووییل، بیا یې له سجدې څخه د راپورته کېدو پر مهال تکبیر وکړ، بیا چې کله له دوو سجدو څخه راپورته کېده نو تکبیر یې وکړ، او همداسې به یې په ټول رکعت کې کول، تر دې چې د لمانځه څخه فارغ شو، بیا یې چې کله مخ وګرځاوه نو ویې وییل : زما دې قسم په هغه ذات وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی، زه په لمانځه کې په تاسو ټولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمانځه ته زیات ورته والی لرم، او همدا یې تر هغه پورې د لمانځه طریقه وه تر څو چې له دنیا څخه لاړ.

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

ابوهريره رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه د بیانولو په موخه يوه برخه را نقلوي او وايي چي کله به د لمانځه لپاره پاڅېده نو تحریمه تکبیر به يې وکړ، بیا به چې کله رکوع ته تللو نو تکبیر به یې وکړ او کله به چې سجدې ته تللو، او کله به یې چې له سجدې څخه سر راپورته کاوه، او کله به یې چې دویمه سجده کوله، او کله به یې چې ترې سر راپورته کاوه، او کله به چې له دوو لومړیو رکعتونو څخه راپورته کېده وروسته لدې چې لومړي تشهد ته به په درې رکعتي او څلور رکعتي لمونځونو کې کېناسته، بیا به یې په ټول لمانځه کې همداسې کول تر دې چې لمونځ به یې بشپړ کړ، او کله به یې چې ملا له رکوع څخه پورته کوله نو : سمع الله لمن حمده به یې وییل او بیا به یې په ولاړه وییل : ربنا لک الحمد.
بیا چې ابو هریره کله له لمانځه څخه سلام وګرځاوه نو وییل به یې: قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې ده، زه په تاسو ټولو کې په لمانځه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمانځه ته ورته والی لرم، چې همدا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه طریقه وه تر دې چې له دنیا څخه یې رحلت وکړ.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. تکبیر د هر ښکته کېدو او پورته کېدو پر مهال ویل کیږي، پرته له رکوع څخه د راپورته کېدو پر مهال چې هلته مهال سمع الله لمن حمده وییل کیږي.
  2. صحابه کرام د رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې اقتدا کولو او د هغه سنت ساتلو ته لېواله وو.
نور