+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عنه سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ:
«قَالَ اللهُ تَعَالَى: قَسَمْتُ الصَّلَاةَ بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي نِصْفَيْنِ، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ الْعَبْدُ: {الْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ}، قَالَ اللهُ تَعَالَى: حَمِدَنِي عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ}، قَالَ اللهُ تَعَالَى: أَثْنَى عَلَيَّ عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، قَالَ: مَجَّدَنِي عَبْدِي، -وَقَالَ مَرَّةً: فَوَّضَ إِلَيَّ عَبْدِي-، فَإِذَا قَالَ: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ}، قَالَ: هَذَا بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ، صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ}، قَالَ: هَذَا لِعَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 395]
المزيــد ...

له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې:
«قَالَ اللهُ تَعَالَى: قَسَمْتُ الصَّلَاةَ بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي نِصْفَيْنِ، وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ الْعَبْدُ: {الْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ}، قَالَ اللهُ تَعَالَى: حَمِدَنِي عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ}، قَالَ اللهُ تَعَالَى: أَثْنَى عَلَيَّ عَبْدِي، وَإِذَا قَالَ: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، قَالَ: مَجَّدَنِي عَبْدِي، -وَقَالَ مَرَّةً: فَوَّضَ إِلَيَّ عَبْدِي-، فَإِذَا قَالَ: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ}، قَالَ: هَذَا بَيْنِي وَبَيْنَ عَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ، فَإِذَا قَالَ: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ، صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ}، قَالَ: هَذَا لِعَبْدِي وَلِعَبْدِي مَا سَأَلَ». «الله جل جلاله فرمايي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه لمونځ په دوو برخو ویشلی دی او زما بنده به هغه څه ترلاسه کوي چې هغه یې غواړي،، نو کله چې بنده {الْحَمْدُ لِلهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ} ووایي، نو الله تعالی وفرمايي چې : زما بنده زما حمد ادا کړ ، کله چې ووایي: {الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ}، نو الله جل جلاله وفرمايي چې: زما بنده پر ما ثنا وویله، او کله چې ووايي: {مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ}، نو وفرمایي چې: زما بنده زما لویي بیان کړه،. یو ځل (راوي وویل) الله تعالی وفرمایي چې: خپلې چارې یې ماته راوسپارلې، نو کله چې ووایي: {إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ}: الله تعالی وفرمایي چې : دا زما او زما د بنده ترمنځه ده، زما بنده چې هر څه وغواړي هغه لره شته، نو کله چې ووایي: {اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ، صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ}، وایي: دا زما د بنده لپاره دي او زما بنده ته هر هغه څه شته چې هغه یې غواړي».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 395]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تعالی په حدیث قدسي کې فرمایلي دي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه د فاتحې سورت په لمانځه کې په دوو برخو ویشلی دي، چې نیم یې زما او نیم یې زما د بنده لپاره دی.
نو لومړۍ نیمه برخه یې: ستاینه، ثنا او لویي بیانول دي، چې په هغې سره غوره اجر ورکوم.
او دویمه نیمایي برخه یې: عاجزي او دعا ده چې زه یې ورته قبلوم او هغه څه ورکوم چې هغه یې غواړي.
نو کله چې لمونځ کوونکی ووایي: {الحمد لله رب العالمين}، الله تعالی وفرمایي: زما بنده زما ستاینه وکړه، او کله چې ووایي: {الرحمن الرحيم}، الله تعالی وفرمایي: زما ستاینه یې وکړه، زه یې وستایلم او ماته یې پر بندګانو زما په ټولو نعمتونو اقرار وکړ، او کله چې ووایي: {مالك يوم الدين}، الله تعالی وفرمایي: زما بنده زما لویي بیان کړه، کوم چې لوی عزت دی.
کله چې ووایي: {إياك نعبد وإياك نستعين}، الله تعالی وفرمایي: دا زما او زما د بنده تر منځه ده.
نو لدې آیت څخه لومړۍ برخه یې چې هغه : (إياك نعبد) ده، الله تعالی ته په الوهیت اقرار او د هغه بندګي منل دي، او پدې سره د الله جل جلاله نیمایي برخه پای ته رسیږي.
او د آیت دویمه نیمایي برخه د بنده لپاره ده چې هغه : (إياك نستعين) ده، له الله تعالی څخه د مرستې غوښتل او د هغه لخوا د مرستې وعده ده.
او کله چې ووایي: {اهدنا الصراط المستقيم * صراط الذين أنعمت عليهم غير المغضوب عليهم ولا الضالين}، الله تعالی وفرمایي: دا زما د بنده لخوا عاجزي او دعا ده، او زما د بنده لپاره هر هغه څه دي چې هغه یې غوښتنه کړې، او ما د هغه دعا قبوله کړې ده.

ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي ترکي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه چیکي الموري ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا الولوف آزري اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د فاتحې (سورت) لوی شان لري او دا چې الله تعالی ورته (لمونځ) ویلی دی.
  2. خپل بنده ته د الله تعالی د پاملرنې بیان، چې د خپل بنده په حمد، ثنا او لویۍ بیانولو سره یې د هغه ستاینه وکړه، او له هغه سره یې ژمنه وکړه چې څه وغواړي هغه به ورکړي.
  3. د دې سپيڅلي سورت په ترڅ کې د الله تعالی ستاینه، د آخرت یادوونه، له الله تعالی څخه د دعا غوښتنه، هغه ته په عبادت کې اخلاص، له هغه څخه سمې لارې ته د هدایت سوال او د باطلو لارو په اړه خبر داری ورکړ شوی دی.
  4. لمونځ کوونکی چې کله فاتحه لولي نو دا سورت احساسوي، او په لمانځه کې یې عاجزي زیاتیږي.