عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم كان يقول:
«الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ، وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ، وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ، مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 233]
المزيــد ...
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به فرمایل:
"پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي".
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 233]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په شپه او ورځ کې پنځه وخته فرض لمونځونه، او هره اونۍ کې د جمعې لمونځ، او هر کال د رمضان د میاشتې روژه د دوی تر منځه د صغیره ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې د لویو ګناهونو څخه ځان وژغورل شي. او کوم چې لوی ګناهونه دي لکه: زنا او شراب څښل نو پرته له توبې یې کفاره نشته.