عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«كُلُّ مَعْرُوفٍ صَدَقَةٌ».

[صحيح] - [رواه البخاري من حديث جابر، ورواه مسلم من حديث حذيفة] - [صحيح البخاري: 6021]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"هره نیکي صدقه ده".

[صحيح دی] - [البخاري د جابر له حدیث څخه روایت کړی او مسلم د حذیفة له حدیث څخه] - [صحيح البخاري - 6021]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هره نیکي او نورو ته په وینا او عمل سره ګټه رسول صدقه ده، او پدې کې اجر او ثواب دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. صدقه یوازې هغه څه پورې محدوده نه ده چې یو څوک یې له خپل مال څخه وباسي، بلکې هره هغه نیکي پکې شامله ده چې یو څوک یې کوي یا یې وايي او نورو ته یې رسوي.
  2. پدې کې ښېګڼې کولو او هر هغه څه ته هڅول دي چې د نورو په ګټه وي.
  3. له نیکۍ څخه څه شی سپک نه ګڼل، اګر که لږ هم وي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)