عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «لا تجعلوا بيوتكم قبورا، ولا تجعلوا قبري عيدا، وصلوا عليّ فإن صلاتكم تبلغني حيث كنتم».
[صحيح] - [رواه أبو داود]
المزيــد ...
له ابوهریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: خپل کورونه مو قبرونه (مقبرې) مه جوړوئ او زما قبر د مېلو ځای مه ګرځوئ، او پر ما درود ووایئ، ځکه تاسو چې هرچیرته یاست درود مو ماته رارسیږي.
صحيح - ابوداود روايت کړی دی
پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د نفلي لمونځونو، دعاګانو او د قرآن کریم له تلاوت څخه د کورونو د خالي کولو څخه منع کړي فرمایلې ده، - که چېرته خالي شي - نو د قبرونو په څېر به وي، ځکه چې په مقبرو کې د لمونځ کولو څخه ممانعت د دوی لخوا منل شوې خبره ده، نو منع یې کړل چې خپل کورونه لکه د مقبرو په شان کړي، او په تکراري ډول یې د هغه د قبر له زیارت او تر څنګه یې د راټولیدلو څخه منع کړل، ځکه دا شرک ته لاره برابروي، او امر یې وکړ چې د دې پر ځای دې پر هغه باندې په ډیر درود او سلام ویلو بسنه وشي که د زمکې په هر ځای کې وي، ځکه چې سلام د نږدې او لرې څخه یو شان ورسیږي، نو اړتیا نشته چې بار بار یې قبر ته ورتګ وشي.