عَنْ حُذَيْفَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ وَشَاءَ فُلَانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ ثُمَّ شَاءَ فُلَانٌ».

[صحيح بمجموع طرقه] - [رواه أبو داود والنسائي في الكبرى وأحمد]
المزيــد ...

له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا تَقُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ وَشَاءَ فُلَانٌ، وَلَكِنْ قُولُوا: مَا شَاءَ اللهُ ثُمَّ شَاءَ فُلَانٌ». «داسې مه وايئ چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي، بلکې ووايئ: څه چې الله وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي».

صحيح - نسائي روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلي دي چې یو مسلمان په خپلو خبرو کې ووايي چې: «هغه څه چې الله وغواړي او فلانی یې وغواړي هغه کیږي». یا دا چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي؛ ځکه چې د الله تعالی خوښه (مشېئت) او اراده یې مطلقه ده، هېڅوک ورسره په کې شریک نه دی. او په عطف کې د (واو) توري له کارولو څخه داسې انګېرل کیږی چې له الله تعالی سره دې بل څوک شریک او برابر وي. بلکې وایي به: څه چې الله وغواړي، بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي، نو پدې سره به د بنده خوښه د الله جل جلاله د خوښې تابع وګرځوي چې د (او) پر ځای د (بیا) کلمه وکاروي، ځکه بیا د ورپسې معنا ورکوي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې وینا حراموالی چې ووایي: "هغه څه چې الله وغواړي او ته یې وغواړې کیږي" او دې ته ورته نورو ویناوو چې په الله جل جلاله پکې په واو سره عطف شوی وي؛ ځکه چې دا په الفاظو او خبرو کې د شرک یوه بڼه ده.
  2. د دې وینا روا والی چې ووایي: "هغه کیږي چې الله یې وغواړي او بیا یې ته وغواړې" او دې ته ورته ویناوو چې په الله تعالی پکې په (بیا) کلمې سره عطف شوی وي، ځکه دلته هغه څه نه انګېرل کیږي چې منع ترې راغلې ده.
  3. الله جل جلاله ته د خوښې (مشیئت) ثبوت، همدا رنګه بنده ته یې ثبوت او دا چې د بنده خوښه د الله جل جلاله د خوښې تابع ده.
  4. د الله تعالی سره په خوښه (مشېئت) کې د مخلوقاتو د شریکولو حراموالی که څه هم په الفاظو کې وي.
  5. که چېرته ویونکی دا عقیده ولري چې د بنده خوښه (مشیئت) د الله تعالی د خوښې په څېر ده یعنې په هر اړخېزوالي او اطلاق کې ورسره برابره ده، یا دا چې بنده خپلواکه خوښه (مشیئت) لري نو دا لوی شرک دی، خو که دا عقیده ولري چې د بنده خوښه د الله تعالی له خوښې (مشیئت) څخه کمه ده؛ نو دا کوچنی شرک دی.
نور