اې خلکو! الله پاک دی او له پاکۍ پرته بل څه نه قبلوي، او الله تعالی مومنانو ته د هغه څه امر کړی چې رسولانو ته یې امر کړی و
اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښیم: الله په ياد لره، هغه به دې ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه
ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه
الله – جل جلاله- فرمايلي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، زما د هغه سره د جګړې اعلان دی، او زما بنده ما ته په هېڅ شي دومره نه نږدې کېږي چې زه یې خوښ ګڼم لکه څومره چې ماته د هغه څه په کولو سره رانږدې کېږي چې ما پرې فرض کړي دي
الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم
زه الله تعالی ته بېزاري ښایم لدې چې ستاسو څخه دې څوک په خالصې دوستۍ ونیسم، ځکه چې الله تعالی زه په خالصې دوستۍ نیولی یم، لکه څرنګه یې چې ابراهیم په خالصې دوستۍ نیولی دی
؛بېشکه چې الله جل جلاله غیرت کوي، او مؤمن غیرت کوي، او د الله -جل جلاله- غیرت دا دی چې یو څوک هغه څه وکړي چې الله تعالی پرې حرام کړي وي
زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول
نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي
(چا چې په پورته ټولو شیانو ګواهي ورکړه نو) الله جل جلاله به یې جنت ته داخل کړي که هر څومره عمل یې کړی وي
په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده وکړه او عمل یې پرې هم وکړ نو الله تعالی به ورته لس نیکۍ تر اوه سوه چنده، او څو چنده زیاتې ولیکي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ نو الله تعالی به یې ورته د ځان سره پوره نیکي ولیکي، خو که چېرته یې د بدۍ اراده وکړه او عملي یې کړه نو الله تعالی به ورته یوه بدي ولیکي
اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل: «دا چې ته د الله سره شریک ونیسي حال دا چې ته یې پيدا کړی یې
آیا زه ته د هغه کار لپاره ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې زه لیږلی وم؟ دا چې هېڅ مجسمه مه پرېږده پرته له دې چې ورانه یې کړې او هېڅ لوړ قبر مه پرېږده پرته له دې چې برابر یې کړې
تر ټولو لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د الله له مکر څخه بې پروا کېدل، د الله له رحمت څخه نا امیدي او د الله له هیلي او امید قطع کول.
چا چې :( لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وویل: او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي، نو د هغه مال او وینه حرام دي، او حساب یې د الله جل جلاله سره دی
په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي
الله جل جلاله به د قيامت په ورځ هغه دوزخي انسان ته چې تر ټولو لږ عذاب ویني ووايي : که چېرته دې په ځمکه کې د ټولو شتو یو څه اختیار درلوده نو آیا نن ورځ به دې د فدیې په توګه ورکړي وو؟ هغه به ووایي هو
دا د حق خبره د پيری لخوا په پټه نیول کیږي او د چرګ د کړارې په څیر یې د خپل بادار په غوږ کې اچوي، نو هغه ورسره بیا سل دروغ ویناوې ګډې کړي
هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي
یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی
څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي
ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه
داسې مه وايئ چې: څه چې الله او فلانی وغواړي هغه کیږي، بلکې ووايئ: څه چې الله وغواړي او بیا یې فلانی وغواړي هغه کیږي
نه د ناروغۍ لېږد شته، نه بد فال نیونه او (نیک) فال نیول مې خوښيږي، هغوی وويل فال څه شی دی؟ ویې فرمایل: «نېکه وینا
عمل له افراط او تفریط پرته بشپړوالي ته ورنږدې کړئ او یا یې بشپړ ادا کړئ، او پوه شئ چې هېڅوک به ستاسو څخه په عمل ونه ژغورل شي». هغوی وویل: ته هم اې د الله رسوله؟ هغه وفرمایل: «زه هم نه، مګر دا چې الله مې په خپل رحمت او مهربانۍ کې پټ کړي
لَا يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا فِي الدُّنْيَا إِلَّا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «په دنیا کې هېڅ بنده د بل بنده پرده نه کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به الله تعالی د هغه پرده وکړي
خو په څه شي درسره بيعت وکړو؟ ویې فرمایل وفرمایل: «په دې چې د الله عبادت به کوئ او هیڅ شرک به پرې نه کوئ او په پنځه وخته لمونځونو او دا چې اطاعت به کوئ - او یو څه یې له ځان سره پټ وویل: - او دا چې د خلکو څخه به د څه شي سوال نه کوئ
بېشکه چې الله تعالی زما لپاره زما د امت تېروتنه، هېرېدل، او هغه څه چې دوی پرې مجبور کړل شوي، معاف کړي دي
اې خلکو! الله پاک دی او له پاکۍ پرته بل څه نه قبلوي، او الله تعالی مومنانو ته د هغه څه امر کړی چې رسولانو ته یې امر کړی و
يَا ابْنَ آدَمَ إِنَّكَ مَا دَعَوْتَنِي وَرَجَوْتَنِي غَفَرْتُ لَكَ عَلَى مَا كَانَ فِيكَ وَلاَ أُبَالِي
یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او د ځینو کارونو په اړه یې ورسره خبرې وکړې، نو ویې ویل: هغه څه کیږي چې الله ئې وغواړي او ته یې وغواړې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «آیا زه دې له الله جل جلاله سره برابر وګڼلم؟ ووایه: هغه کیږي چې یوازې الله یې وغواړي
څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، نو ما له هغه سره د جنګ اعلان وکړ او زما بنده ما ته په بل هیڅ شي دومره ندی رانږدې شوی لکه څومره چې د هغه څه په کولو سره رانږدې کیږي چې ما پرې فرض کړي دي
په تاسو کې هېڅوک نشته مګر دا چې الله به ورسره خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د هغه او د ده ترمنځ به هېڅ ترجمان نه وي
الله تبارک و تعالی به جنتیانو ته ووایي: اې جنتیانو؟ هغوی به ووایي: مونږ دې پرله پسې امر پر ځای کولو ته تیار یو زمونږ ربه! او پرلپسې پرې خوښ یو، نو وبه وایي: آیا راضي یاست؟ هغوی به ووایي: مونږ به ولې نه راضي کیږو پداسې حال کې چې موږ ته دې دومره څه راکړي چې خپلو هېڅ مخلوقاتو ته دې نه دي ورکړي؟
دا زما څپلۍ واخله او د دې باغ تر شا چې هر چا سره مخ شوې او پدې خبره یې د زړه د باور له مخې ګواهي ورکوله چې له الله پرته بل حق معبود نشته، نو په جنت زیری ورکړه
آیا پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: زما بنده ګانو پداسې حال کې سهار کړ چې ځیني له دوی څخه پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور یې کفر کوونکي دي
ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی
الحمدُ لله الذي ردَّ كيدَه إلى الوسوسَةِ». یعنې الله ستر دی الله ستر دی، الله لره ستاینه ده چې د شیطان مکر یې د هغه وسوسې ته وروګرځاوه
شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي
الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي
الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان
آیا هغه ذات چې ده ته یې په دنیا کې وړتیا ورکړې ده چې په پښو وګرځي پدې قادر ندی چې په قیامت کې یې په مخ وګرځوي؟
په تا کې دوه ځانګړي خویونه دي چې الله یې خوښوي: (د غصې پر مهال ځان کابو کول حال دا چې کولی شي اقدام وکړې چې دې ته)(حِلم) (وایي، او بل صفت دا چې په پرېکړې کولو کې بیړه نه کوې، بلکې له تفکر څخه کار اخلې چې دې ته (الأناة) وایي
کله چې الله تعالی له یوه بنده سره مینه وکړي، نو جبرائیل راوغواړي او وفرمایي: زه د فلاني سره مینه لرم، نو ته هم ورسره مینه وکړه، وایي: نو جبرائیل هم ورسره مینه وکړي