عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: "أكبر الكبائر: الإشراك بالله، والأمن من مَكْرِ الله، والقُنُوطُ من رحمة الله، واليَأْسُ من رَوْحِ الله".
[إسناده صحيح] - [رواه عبد الرزاق]
المزيــد ...

عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې هغه وفرمایل: د کبیره ګناهونه تر ټولو لویه یې : د الله سره شرک کول، د الله له مکر څخه بې پروا کيدل، او د الله له رحمت څخه امید قطع کول، او د الله له رحمت څخه نا هیله كيدل.
[إسناد يې صحيح دی] - [عبدالرزاق روايت کړی دی]

تشریح

رسول الله - صلی الله علیه وسلم - پدې حدیث کې د هغه ګناهونو یادونه کړې چې له کبیره ګناهونو څخه ګڼل کیږي او هغه دا دي چې: د الله - پاک - سره په ربوبیت او عبادت کې شریک وګرځول شي او په همدې یې پیل وکړ، ځکه چې دا تر ټولو لویه ګناه او له الله تعالی څخه د هیلې او امید پرې کول دي؛ او ځکه چې دا په الله تعالی بدګماني او د هغه د پراخه رحمت په اړه ناپوهي ده،او بنده د نعمتونو په ورکولو سره ځان له نیونې څخه ساتلی بولي تر دې چې په تدریجي توګه یې ناپامۍ کې راونیسي. او پدې حدیث کې موخه د لویو ګناهونو د شمېر محدودول ندي کوم چې یاد شول، ځکه چې لوی ګناهونه زیات دي، بلکه موخه ترې د تر ټولو لویو ګناهونه څخه یادونه ده.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ګناهونو ویش؛ لویو او کوچنیو ته.
  2. شرک تر ټولو لویه ګناه او د کبیره ګناهونو تر ټولو لویه یې ده.
  3. د الله - پاک - له مکر څخه د بې غمي او د هغه له رحمت څخه د نا امیدۍ حراموالي، او دا دواړه له لویو ګناهونو څخه دي.
  4. د مکارو خلکو په مقابل کې په مکر سره د الله - تعالی - د موصوفولو جواز، او دا د کمال صفت دی. او بد مکر هغه دی چې د یو چا په مقابل کې وشي چې هغه د مکر کولو وړ نه وي چې ورسره وشي.
  5. بنده اړ دی چې تل له - الله تعالی- څخه د ویرې او امیدوارۍ تر منځه اوسي، نو کله چې وویریږي نه ناامیده کیږي، او کله چې امید وساتي، د الله - له نیونې - څخه ځان په امن کې نه محسوسوي.
  6. الله - تعالی - ته د رحمت د صفت ثبوت؛ په داسې طریقه چې د هغه د عظمت سره ښایې.
  7. په الله - تعالی - د نیک ګمان کولو وجوب.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (29)
نور