عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ رَضيَ اللهُ عنهُما:
أَنَّ أُمَّهُ بِنْتَ رَوَاحَةَ سَأَلَتْ أَبَاهُ بَعْضَ الْمَوْهِبَةِ مِنْ مَالِهِ لِابْنِهَا، فَالْتَوَى بِهَا سَنَةً ثُمَّ بَدَا لَهُ، فَقَالَتْ: لَا أَرْضَى حَتَّى تُشْهِدَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى مَا وَهَبْتَ لِابْنِي، فَأَخَذَ أَبِي بِيَدِي وَأَنَا يَوْمَئِذٍ غُلَامٌ، فَأَتَى رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّ أُمَّ هَذَا بِنْتَ رَوَاحَةَ أَعْجَبَهَا أَنْ أُشْهِدَكَ عَلَى الَّذِي وَهَبْتُ لِابْنِهَا، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا بَشِيرُ، أَلَكَ وَلَدٌ سِوَى هَذَا؟» قَالَ: نَعَمْ، فَقَالَ: «أَكُلَّهُمْ وَهَبْتَ لَهُ مِثْلَ هَذَا؟» قَالَ: لَا، قَالَ: «فَلَا تُشْهِدْنِي إِذن، فَإِنِّي لَا أَشْهَدُ عَلَى جَوْرٍ»، ولِمُسْلِمٍ: «فَأَشْهِدْ عَلَى هَذَا غَيْرِي».
[صحيح] - [متفق عليه، وله ألفاظ عديدة] - [صحيح مسلم: 1623]
المزيــد ...
له نعمان بن بشیر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
زما مور؛ د رواحه لور، زما له پلار څخه غوښتنه وکړه چې زما لپاره د خپل مال یوه برخه ماته ډالۍ کړي، نو پلار مې یو کال دا کار وځنډاوه، بیا یې ومنله، نو مور مې وویل: زه راضي نه یم تر څو رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه څه شاهد ونه ګرځوې چې زما زوی ته یې ډالۍ کوې، نو پلار مې زما لاس ونیوه، زه هغه وخت ماشوم وم، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې بوتلم، ویې ویل: ای د الله رسوله! د دې ماشوم مور غواړي ته پر هغه څه شاهد شې چې زه یې د هغې زوی ته ډالۍ کوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ای بشیره! آیا لدې پرته نور اولادونه لرې؟ ویې ویل: هو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: آیا ټولو ته دې همدومره (مال) ډالۍ کړی دی؟ ویې ویل: نه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «نو ما شاهد مه ګرځوه، ځکه زه پر ظلم نه شاهد کیږم»، او د مسلم په روایت کې راغلي: «نو پر دې بل څوک شاهد وګرځوه».
[صحيح] - - [صحیح مسلم - 1623]
نعمان بن بشیر رضي الله عنهما خبر ورکوي چې: زما مور، عمرة بنت رواحة رضي الله عنها، د هغه له پلار څخه غوښتنه وکړه چې زما زوی ته له خپل مال څخه یوه برخه (تحفه یا بخشش) ورکړي، نو پلار ته مې درنده تمامه شوه او دا کار یې یو کال وځنډاوه، بیا یې پریکړه وکړه چې غوښتنه یې ومني، او نعمان زوی ته یې بخشش ورکړي، نو هغې وویل: تر هغه پورې نه راضي کیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه څه شاهد ونه ګرځوې چې زما زوی ته دې ورکړي دي، نو پلار مې زما لاس ونیوه، پداسې حال کې چې زه هغه مهال کوچنی هلک وم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: ای د الله رسوله! د دې ماشوم مور؛ د رواحه لور، خوښ ګڼي چې ته پر هغه څه شاهد شې چې ما د دې زوی ته ډالۍ کړي دي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ای بشیره! آیا لدې پرته نور اولادونه هم لرې؟ هغه وویل: هو. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «آیا ټولو ته دې همدومره څه ورکړي دي؟ هغه وویل: نه. نو هغه وفرمایل: «پس ما شاهد مه ګرځوه، ځکه زه پر ظلم او نابرابرۍ نه شاهد کیږم». و د مسلم په روایت راځي چې د هغه د دې وینا د رټلو په موخه یې هغه ته وویل: پر دې ظلم زما پرته بل څوک شاهد وګرځوه.