عن عقبة بن عامر رضي الله عنه مرفوعاً: «إن أحَقَّ الشُّروط أن تُوفُوا به: ما استحللتم به الفروج».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عقبة بن عامر - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی : « له شرطونو تر ټولو زیات حقدار چې باید تر سره شي: هغه دي چې له مخې یې تاسو د ځان لپاره شرمګاوې - مېرمنې - حلالې کړي دي».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

هر یو؛ ښځه او خاوند د واده تر شا نکاح ته په اقدام کولو کې موخې او غرضونه لري، نو په خپل ملګري ځینې شرطونه ږدي تر څو پرې عمل وکړي او تطبیق یې کړي، او دېته په نکاح کې شرطونه وییل کیږي، دا د هغه شرطونو سربیره نور دي چې له هغوی پرته نکاح نه صحیح کیږي. او دې شرطونو ته په ژمن پاتې کیدلو ټینګار شوی؛ ځکه شرطونه په نکاح کې لوی حرمت لري او عملي کول یې اړین دي؛ ځکه چې له مخې یې په شرمګاه د لذت اخیستلو حق حاصلیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د هغو شرطونو د پوره کولو مکلفیت چې له ښځې او خاوند څخه یو یې له خپل ملګري سره کړي وي، لکه په مهر کې د زیاتوالي شرط یا او یا د ښځې لخوا په یو ځانکړي ځای کې د اوسیدلو شرط، همدا رنګه د خاوند لخوا د بکارت او نسب شرط
  2. د دې حدیث عموميت د شرطونو د پوره کولو په وجوب باندې مقید دی، لکه دا حدیث چې
  3. [لا يحل لامرأة أن تسأل طلاق أختها]. «ښځې ته روا نه ده چې د خپلې خور طلاق وغواړي».
  4. د نکاح په شرطونو وفا کولو باندې د نورو شرطونو په پرتله زیات ټینګار شوی، ځکه چې دا د شرمګاه د حلالېدو په مقابل کې دي.
  5. هغه څه چې د ښځې او خاوند تر منځ یو پر بل لازم دي لکه نفقه، استمتاع ( خوند اخیستل) ، د ښځې لپاره استوګنځای او د خاوند لپاره فایده اخیستل؛ ځانګړې اندازه او حد نه لري، بلکه عرف په دې باب کې ځانګړې حل لیاره ده.
  6. په نکاح کې شرطونه دوه ډوله دي: الف: صحیح شرطونه : هغه دي چې د عقد له غوښتنو سره مخالفت و نلري، او دا چې د ښځې او خاوند نه هر یو چې شرط اېښودونکی وي باید هدف یې صحیح وي، ب : باطل شرط: هغه چې د عقد له غوښتنو سره مخالفت ولري، د دې شرطونو او د دې په څېر د نورو لپاره ترازو د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - دا ویناده: "المسلمون على شروطهم، إلا شرطاً حرم حلالا أو أحل حراماً".مسلمانان باید په خپلو شرطونو وفا وکړي، مګر هغه شرط چې حرام حلال وګرځوي او یا حلال حرام وګرځوي، او توپیر نه لري که دا شرطونه د عقد له تړل کېدو نه مخکې کېښودل شي یا ورسره هم مهاله.