عن أبي موسى رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«لا نِكَاحَ إِلّا بِوَليٍّ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 2085]
المزيــد ...

له ابو موسی رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«له سرپرست پرته نکاح نشته».

[صحيح دی] - [ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 2085]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د ښځې نکاح تر هغه وخته پورې نه صحیح کیږي چې سرپرست یې د نکاح تړون ترسره کړی نه وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د نكاح د صحت لپاره سرپرست شرط دى، نو كه چېرته له سرپرست پرته ترسره شي او يا ښځه ځان په نكاح كې وركړي، نو نكاح صحيح نده.
  2. سرپرست ښځې ته تر ټولو نږدې سړی وي، نو لرې سرپرست نه شي کولی چې د نږدې سرپرست په شتون کې ښځه چاته په نکاح ورکړي.
  3. ولي یا سرپرست باید پدې شرطونو برابر وي چې: مکلف وي، نر وي، دومره هوښیار وي چې د نکاح په ګټو وپوهېږي د ولي او د چا سرپرستي چې کوي باید دواړه په یو دین وي، نو په چا کې چې دا صفتونه نه وي هغه د دې وړ نه دی چې د نکاح په تړون کې سرپرستي وکړي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (58)