عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه قال: علمنا رسول الله صلى الله عليه وسلم خطبة الحاجة: إن الحمد لله، نستعينه ونستغفره، ونعوذ به من شرور أنفسنا، من يهد الله، فلا مضل له، ومن يضلل، فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله، " يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ والأرحام إن الله كان عليكم رقيبا} [النساء: 1] ، {يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله حق تقاته ولا تموتن إلا وأنتم مسلمون} [آل عمران: 102] ، {يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله وقولوا قولا سديدا (70) يصلح لكم أعمالكم ويغفر لكم ذنوبكم ومن يطع الله ورسوله فقد فاز فوزا عظيما} [الأحزاب:70 - 71].
[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه والنسائي وأحمد]
المزيــد ...

له عبد الله بن مسعود- رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایې چې : رسو الله - صلی الله علیه وسلم مونږ ته د حاجت خطبه راوښودله: إن الحمد لله، نستعينه ونستغفره، ونعوذ به من شرور أنفسنا، من يهد الله، فلا مضل له، ومن يضلل، فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله، " يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ والأرحام إن الله كان عليكم رقيبا} [النساء: 1] , {يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله حق تقاته ولا تموتن إلا وأنتم مسلمون} [آل عمران: 102] , {يا أيها الذين آمنوا اتقوا الله وقولوا قولا سديدا (70) يصلح لكم أعمالكم ويغفر لكم ذنوبكم ومن يطع الله ورسوله فقد فاز فوزا عظيما} [الأحزاب:70 - 71]. ژباړه: یقینا ستاینه الله لره ده، له هغه نه مرسته غواړواو له هغه نه د ګناهونو بخښنه، او په هغه سره پنا نیسو د خپلو نفسونو له شر څخه، چاته چې الله هدایت وکړي، نو هغه لره ګمراه کوونکی نشته، او څوک چې ګمراه کړي، نو هغه لره هدایت کوونکی نشته، او زه ګواهي ورکوم پر دې چې نشته دی لایق د عبادت مګر یو الله دی، او ګواهي ورکوم پر دې چې محمد د هغه بنده او رسول دی، (اى خلکو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه په(نامه د) هغه سره سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى )[ د النساء سورت ۱ آیت]. (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په داسې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ). [ ال عمران سورت ۱۰۲ آیت ]. (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره )(هغه به تاسو ته ستاسو عملونه سم (او اصلاح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا كامیاب شو، په ډېر لوى كاميابیدلو سره) [ د الاحزاب سورت : 70 - 71 آیتونه].
صحيح - ابن ماجه روايت کړی دی

تشریح

د ابن مسعود - رضي الله عنه - حدیث د دې خطبې په مشروعیت دلالت کوي، دا خطبه چې دالله ستاینې، له هغه نه مرسته غوښتل، له شر څخه هغه ته پنا وړل، او د دې مبارکو آیتونو تلاوت یې رانغاړلي دي؛ انسان ته په کار ده چې کله خلکو ته - د علم او د کتاب، سنت او فقهې ښوونه کوي او یا ورته وعظ او نصیحت کوي - دا خطبه وړاندې کړي، دا یوازې د نکاح پورې ځانګړې نده، بلکه دا د هر حاجت لپاره خطبه ده؛ تر څو پرې برکتي شي، او تر څو هغه څه ښایسته اغیزمن شي چې وړاندې ترې دا خطبه ویل کیږي، او دا موکد سنت دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د حاجت - وړاندې کولو - لپاره مستحب دي چې پدې خطبې سره یې پرانسته وشي، هغه به د دې ذکر په برکت سره پوره شي.
  2. خطبه خامخا باید پر حمد، دوه ګواهیو او ځیني قرآني آیتونو شامله وي.
  3. دا حدیث خطبه ده، چې د حاجت خطبه ورته ویل کیږي، او مستحب دي چې خلکو ته د قرآن، سنت او فقهې ښودلو او وعظ کولو پر مهال وړاندې شي، دا یوازې د نکاح پورې ځانګړې نده، بلکه دا د هر حاجت لپاره خطبه ده، او نکاح د دې له جملې څخه ده.
  4. دغه حدیث الله -تعالی- ته د ستاینو په ثبوت شامل دی، او دا چې هغه یې مستحق دی او په همدې صفتونو سره یې پر یادولو - مشتمل دی -.
  5. دغه حدیث له الله - تعالی - څخه په مرستې غوښتنو سره شامل دی، او د هغه حاجت په اسانولو چې انسان پرې اقدام کوي، په ځانګړې توګه نکاح د سختیو او لګښتونو سره.
  6. دغه حدیث له الله - تعالی - څخه بخښنې غوښتولو، د عیبونو او ګناهونو پټولو، په تقصیر او کوتاهۍ اقرار کولو ته شامل دی، او دا چې الله دا - ټول پاک - کړي او ویې بخښي.
  7. حدیث په بدیو د امر کوونکي نفس له شرونو څخه په الله - تعالی - پناه غوښتلو او پر هغه ملا تړلو ته شامل دی، هغه نفس چې انسان سره شخړه کوي تر څو یې حرامو کارونو ته کش کړي، او هغه څه پریږدي چې پرې واجب دي، مګر هغه خلک چې الله - تعالی - ساتلي وي او پناه یې ورکړي وي.
  8. حدیث مشتمل دی په اقرار کولو چې هغه ذات په خپلو مخلوقاتو کې د مطلق تصرف خاوند دی، او دا چې د زړونو هدایت او ګمراهي د هغه په لاس کې ده.
  9. حدیث په دوو ګواهیو اقرار کولو ته شامل دی،چې هغه دواړه د اسلام کیلیانې دي ، او همدا دواړه یې اصل او اساس دی، ځکه انسان تر هغه مسلمان نه شي جوړیدلی تر څو چې پدې دواړو اقرار ونه کړي، هغه اقرار چې له زړه راوتلی وي.