+ -

عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنينَ رَضِي اللهُ عنْها قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ مَوَالِيهَا، فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ -ثَلَاثَ مَرَّاتٍ- فَإِنْ دَخَلَ بِهَا فَالْمَهْرُ لَهَا بِمَا أَصَابَ مِنْهَا، فَإِنْ تَشَاجَرُوا فَالسُّلْطَانُ وَلِيُّ مَنْ لَا وَلِيَّ لَهُ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 2083]
المزيــد ...

له ام المؤمنین عائشې رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«أَيُّمَا امْرَأَةٍ نَكَحَتْ بِغَيْرِ إِذْنِ مَوَالِيهَا، فَنِكَاحُهَا بَاطِلٌ -ثَلَاثَ مَرَّاتٍ- فَإِنْ دَخَلَ بِهَا فَالْمَهْرُ لَهَا بِمَا أَصَابَ مِنْهَا، فَإِنْ تَشَاجَرُوا فَالسُّلْطَانُ وَلِيُّ مَنْ لَا وَلِيَّ لَهُ». «کومه ښځه چې د خپل سرپرست له اجازې پرته نکاح وکړي، د هغې نکاح باطله ده - درې ځلې یې دا خبره تکرار کړ- که چېرته ورسره یو ځای شو د هغې لپاره د هغه څه مهر دی چې کار یې ترې اخیستلی دی، که چېرته یې سره شخړه راغله نو پادشاه د هغه چا سرپرست دی چې سرپرست نه لري».

[صحيح] - - [سنن أبو داود - 2083]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې ښځې په اړه خبردارى ورکړى چې د سرپرستانو له اجازې پرته چاته ځان واده کړي، او دا چې نکاح یې باطله ده، هغه دا خبره درې ځلې تکرار کړه، لکه بیخي چې شوي نه وي.
نو که چېرته یې خاوند ورسره د سرپرست له اجازې پرته یو ځای شوی و، نو دا چې د شرمګاه له لارې یې ورسره کوروالی کړی دی، پوره مهر به ورکوي.
بیا که چېرته سرپرستانو د سرپرستۍ د عقد په اړه سره خپلو کې شخړه کول - چې ټول ورته یو برابر نږدې وو- نو عقد د هغه چا دی چې له دوی څخه لومړی ورمخکې شوی وي او د ښځې مصلحت پکې وي، او که چیرته یې سرپرست له ودولو انکار کاوه، نو دا داسې ده لکه سرپرست چې نه لري؛ پدې حالت کې به یې پادشاه یا قاضي او داسې نور سرپرستان وي، که نه نو د سرپرست په شتون کې پادشاه د سرپرستۍ حق نه لري.

ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي اویغوري ژبه فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د نکاح د صحت لپاره د سرپرست شتون شرط دی، او پدې اړه له ابن المنذر څخه روایت دی چې هېڅ یو صحابي پدې کې مخالفت نه دی کړی.
  2. په باطله نکاح کې ښځه د پوره مهر مستحق ده، د هغه کوروالي له امله چې سړي ورسره کړی دی.
  3. پادشاه د هغې ښځې سرپرست دی چې سرپرست نه لري، برابره خبره ده چې که اصلا سرپرست نه لري او یا یې لري خو واده ته یې نه پرېږدي.
  4. پادشاه د هغې ښځې سرپرست ګڼل کېږي چې سرپرست نه لري، دا چې سرپرست یې ورک وي او یا ورته لاسرسی نه کېږي، نو قاضي یې پر ځای سرپرست دی؛ ځکه چې هغه یې په داسې مسائلو کې ځای ناستی دی.
  5. د ښځې په ودولو کې د سرپرست شتون دا معنا نه لري چې هغه حق نه لري، بلکې حق لري او سرپرست ته یې روا نده چې د هغې له خوښې پرته یې چاته واده کړي.
  6. د معتبرې نکاح شرطونه: لومړی: د ښځې او خاوند دواړو ټاکل؛ هغه که په اشاره وي، یا په نوم اخیستلو او یا ځانګړو بیانولو او داسې نورو سره. دویم: د ښځې او خاوند یو پر بل رضایت. دریم: د ښځې تړون باید د هغې سرپرست وکړي، څلورم: د نکاح پر تړون شاهدي.
  7. د هغه سرپرست شرطونه چې نکاح تړي: لومړی: عاقل وي، دویم: نر وي، دریم: بالغ وي؛ چې پنځلس کلنۍ ته رسېدلی وي او یا بالغ شوی وي، څلورم: دین یې سره یو وي، ځکه چې کافر نه شي کولی د مسلمان یا مسلمانې سرپرستي وکړي، همدا رنګه مسلمان د کافر سړي او کافرې ښځې سر پرستي نه شي کولی، پنځم: عادل وي او فاسق نه وي، د دې لپاره بسنه کوي وپوښتل شي چې د ښځې د سرپرستۍ لپاره چاته صلاحیت ورکوي، شپږم: هوښیار وي او کم عقله نه وي؛ پدې پوه شي چې څوک د نکاح وړ دی او د دې نکاح په ښېګڼو پوه شي.
  8. په نکاح کې د ښځې سرپرستي د فقهاوو له نظره ترتیب لري، له نږدې سرپرست پرته بل ته اوختل روا نه دي مګر دا چې نږدې سرپرست نه وي او یا په شرطونو برابر نه وي، د ښځې سرپرست د هغې پلار دی، بيا هغه څوک چې په اړه یې ورته وصیت شوی وي، بیا یې د پلار له خوا نیکه او همداسې پورته، بیا یې زوی، بیا یې لمسي او همداسې لاندې، بیا یې سکنی ورور، بیا یې ناسکه ورور، بیا د دوی دواړو زامن، بیا یې سکه تره، بیا یې ناسکه تره، بیا د دوی دواړو ځامن، بیا ورته په نسب کې یو د بل پسې نږدې عصبه خپلوان چې میراث وړي، او مسلمان حاکم او د هغه ځای ناستی لکه قاضي د هغه چا سرپرست دی چې سرپرست نه لري.