+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«مَلْعُون مَنْ أتَى امرأتَه في دُبُرِها».

[حسن] - [رواه أبو داود والنسائي في الكبرى وأحمد] - [سنن أبي داود: 2162]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَلْعُون مَنْ أتَى امرأتَه في دُبُرِها». "پر هغه چا لعنت ویل شوی چې خپلې مېرمنې ته د شا له خوا (په دبر) کې ورځي".

[حسن] - - [سنن أبو داود - 2162]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مېړه ته د خپلې مېرمنې سره د شا لخوا د یو ځای کېدو په اړه خبرداری ورکړی؛ چې لعنت پرې ویل شوی او د الله له رحمت څخه شړل شوی دی، او دا له کبیره ګناهونه څخه یوه ده.

ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي اویغوري ژبه فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د شاه لخوا (په دبر کې) ښځو ته د نږدې کېدو حراموالی.
  2. له دبر پرته د ښځې له نور ټول بدن څخه خوند اخیستل جایز دي.
  3. مسلمان ښځې ته د مخې لخوا ورځي، لکه څنګه چې الله تعالی ورته امر کړی دی؛ او د شا لخوا په ورتګ سره فطرت افساد، او نسل ضایع کیږي، او پدې کې د سالم فطرت مخالفت دی او ښځې او خاوند ته ستر ضررونه رامنځته کېږي.