+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي لله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ» أَوْ قَالَ: «غَيْرَهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1469]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«لَا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ» أَوْ قَالَ: «غَيْرَهُ». "مومن سړی دې له مؤمنې ښځې کرکه نه كوي، که د هغې یو خوی یې نه خوښېده، بل به یې خوښ شي» -رواي وایي چې-او یا یې وویل چې بل یو یې (یعنې بل خوی به یې خوښ شي).

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1469]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مېړه له خپلې مېرمنې سره له دومره کرکې کولو منع کړی چې له هغې سره د ظلم کولو، د هغې د پرېښودلو او له هغې څخه د مخ اړولو لامل ګرځي. انسان له نيمګړتيا سره پيدا شوی، نو که د هغې یو خوی یې نه خوښېده، بل نیک خوی به پکې ومومي چې د ده په مزاج برابر وي او پرې خوښ شي، او کوم بد خوی یې چې نه خوښېده په هغه به صبر کوي، نو صبر کول یې اړباسي دومره کرکه ترې ونه کړي چې له امله یې ترې جلا شي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. له خپلې مېرمنې سره د مخالفت پر مهال عدالت او د عقل حاکمیت ته د مؤمن بلنه او له احساساتي پرېکړو او موقتي عکس العملونو څخه ډډه کول.
  2. مؤمن ته نه ښایي له خپلې مؤمنې ښځې څخه دومره کرکه وکړي چې له هغې څخه یې جلاوالي ته اړباسي، بلکې ورته په کار دي چې د هغې سره په محبت کولو له هغه څه نه سترګې پټې کړي چې نه یې خوښیږي.
  3. د ښځې او خاوند ترمنځ ښه چلند او ملګرتیا ته هڅول.
  4. ایمان د ښو اخلاقو غوښتنه کوي، نو هېڅ نارینه مؤمن او ښځینه مؤمنه له ښو اخلاقو څخه خالي نه دي؛ ځکه په دوی کې د ایمان شتون د ښو اخلاقو شته والي حتمي کوي.