عَنْ حُذَيْفَةَ رضي الله عنه قَالَ:
كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا قَامَ مِنَ اللَّيْلِ يَشُوصُ فَاهُ بِالسِّوَاكِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 245]
المزيــد ...

له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
کله چې به رسول الله صلی الله علیه وسلم د شپې له خوبه پاڅېد، نو په مسواک به یې خپله خوله پاکوله.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 245]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به زیاتره مسواک واهه او امر به یې پرې کاوه، او په ځینو وختونو کې به یې پرې تاکید کاوه لکه: د شپې تهجدو ته پاڅېدل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به مسواک واهه او خپله خوله به یې پاکوله.

د حديث له ګټو څخه

  1. د شپې له خوبه وروسته په مسواک وهلو ټېنګار، ځکه چې د شپې له خوب سره د خولې بوی بدلیږي او مسواک د پاکولو وسیله ده.
  2. د مخکنۍ معنا پر بنا هر ځل د خولې د بدبویۍ پر مهال د مسواک پر وهلو ټینګار.
  3. په ټولیزه توګه د پاکوالي مشروعیت، او دا چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو یوه برخه او یو عالي ادب دی.
  4. مسواک وهل ټولې خولې ته شاملیږي لکه: غاښونه، ورۍ او ژبه.
  5. مسواک د اراک یا بلې ونې څخه پرې شوی لرګی دی چې د خولې او غاښونو د پاکولو، د خولې تازه کولو او بد بویۍ د لرې کولو لپاره کارول کیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (51)
نور