عن عائشة رضي الله عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ».

[صحيح] - [رواه النسائي وأحمد] - [مسند أحمد: 24203]
المزيــد ...

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ». «مسواک د خولې د پاکۍ او د رب د خوښۍ سبب ګرځي».

[صحيح دی] - [النسائي او احمد روایت کړی دی] - [د امام أحمد مسند - 24203]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د اراک ونې په لرګي سره د غاښونو مسواکول خوله له ګنده کېدو او بد بویۍ څخه پاکوي. او دا له بنده څخه د الله تعالی د راضي کېدو یو لامل دی؛ ځکه چې پدې سره د الله تعالی اطاعت او د هغه امر پر ځای کیږي او همدارانګه پدې کې پاکوالی دی چې الله تعالی یې خوښوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د مسواک فضیلت او دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت دې ته وهڅول چې ډېره استفاده ترې وکړي.
  2. په مسواک وهلو کې غوره دا ده چې د اراک د ونې لرګي وکارول شي، او د برس او کریم کارول یې ځای نیسي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)