عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: السَّلَامُ عَلَيْكُمْ، فَرَدَّ عَلَيْهِ ثُمَّ جَلَسَ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «عَشْرٌ» ثُمَّ جَاءَ آخَرُ فَقَالَ: السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ، فَرَدَّ عَلَيْهِ فَجَلَسَ، فَقَالَ: «عِشْرُونَ» ثُمَّ جَاءَ آخَرُ فَقَالَ: السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ، فَرَدَّ عَلَيْهِ فَجَلَسَ، فَقَالَ: «ثَلَاثُونَ».

[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي وأحمد والدارمي] - [سنن أبي داود: 5195]
المزيــد ...

د عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وویل:
یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او ویې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست، نو رسول ﷺ وفرمایل: «لس» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وویل: «شل» بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله وبركاته»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او بیا کېناست، رسول ﷺ وفرمایل: «دیرش».

[حسن] - [ابوداود، الترمذي، احمد او الدارمي روايت کړی دی] - [سنن ابو داود - 5195]

تشریح

یو سړی رسول الله ﷺ ته راغی او وېې ویل: «السلام علیکم»، رسول ﷺ ځواب ورکړ او بیا کېناست او وېې فرمایل: چې لس نیکۍ ورته ولیکل شوې، بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او کېناست او ویې فرمایل: چې شل نیکۍ ورته ولیکل شوې، بیا بل سړی راغی او ویې ویل: «السلام علیکم ورحمة الله وبركاته»، رسول ﷺ یې ځواب ورکړ او کېناست او ویې ویل: چې دېرش نیکۍ ورته ولیکل شوې؛ یعنې په هر لفظ سره لس نیکۍ.

د حديث له ګټو څخه

  1. راتلونکی کس به ناستو ته سلام اچوي.
  2. د اجر زیاتوالی د سلام د الفاظو په زیاتوالي سره دی.
  3. د سلام ویلو بشپړه بڼه: «السلام عليكم ورحمة الله وبركاته» ده او د ځواب غوره بڼه یې: «وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته» ده.
  4. د سلام ویلو او ځواب ورکولو درجې مختلفې دي، او له دې سره ثواب هم توپیر لري.
  5. خلکو ته د نېکۍ زده کړه ورکول او هغوی ته د غوره کارونو ور په زړه کول مستحب دي.
  6. ابن حجر وایي: که چېرته نوی کس د سلام په ویلو کې «ورحمة الله» زیات کړي، مستحب ده چې «وبركاته» هم زیات کړي، که هغه «وبركاته» زیات کړي، نو آیا په ځواب کې د زیاتوالي اجازه شته؟ همدارنګه که نوی کس له «وبركاته» وروسته نور څه زیات کړي، آیا اجازه لري؟ مالک په موطأ کې د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت نقل کړی چې ویلي یې دي: سلام تر «البركة» پورې دی او پای ته رسېږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (40)