ډلبندي: فضایل او آداب .

عن عائشة رضي الله عنها قالت: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : «أَبْغَضُ الرِّجَالِ إِلى اللهِ الأَلَدُّ الخَصِمُ».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له عائشئ - رضي الله عنها - څخه روایت دی: فرمایي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: «د الله تعالی په وړاندې تر ټولو مبغوض انسان هغه دی چې تل د خلکو سره سختې جګړي کوي».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

الله تعالی هغه جګړه مار (دعوه جلب) انسان بد ګڼي چې تل د خلکو سره سختې جګړې کوي او حق ته غاړه اېښودل نه مني.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. الله - تعالی - د هغه سړی څخه کرکه کوي چې ډیر جنجالي او جګړه کوونکی وي.
  2. څوک چې مظلوم وي او د خپل حق لپاره د شریعت له مخې او په شرعي طریقه د دعوې د مخته وړلو لپاره استدلال کوي نو پدې کې کومه خبره نشته، او دا ډول - مبارزه - د بدې جګړه مارۍ څخه نه شمېرل کیږي.
  3. انسان چې کله دعوه کوي نو خامخا باید له ځان سره دلیل ولري، تر څو پرې حق ته ورسږي، او په دعوه کې دې سختي نه کوي.
  4. (أبغض الرجال) یعنې له سړیو تر ټولو بد، له نارینه و څخه یې یادونه د اغلب له امله کړې ده، پدې معنا چې جګړې او دعوې تل سړي کوي نو لدې امله یې له سړیو څخه یادونه وکړه، کنه نو ښځه هم په حکم کې د سړي په څېر ده.
  5. هغه څوک چې په نورو - په دعوه کې - برلاسی کیږي او په دعوه کې په حقه وي، نو دا په حقه دی، او دا انسان الله تعالی ته خوښ دی او نفرت ترې نه لري.
  6. په حدیث کې الله تعالی ته د (بغض) یعنې کرکې کولو صفت ثابت دی، لکه څنګه چې د هغه پاک ذات له شان سره ښایي.