عن سَمُرَة بن جندبٍ رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«أَحَبُّ الْكَلَامِ إِلَى اللهِ أَرْبَعٌ: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، لَا يَضُرُّكَ بِأَيِّهِنَّ بَدَأْتَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2137]
المزيــد ...

له سمرة بن جندب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"الله - جل جلاله - ته تر ټولو محبوبې ویناوې څلور دي: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، دا مهمه نده چې تاسو په کومه یوه پیل کوئ".

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2137]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله جل جلاله ته تر ټولو محبوبې ویناوې څلور دي:
سبحان الله: دا له هر نیمګړتیا څخه د الله تعالی پاکوالی دی.
او الحمد لله: دا په بشپړ کمال سره د الله تعالی یادول دي؛ د هغه له محبت او لویۍ سره.
او لا إله إلا الله: یعنې دا چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته.
او الله أكبر: یعنې تر ټولو لوی او تر هر شي عزتمن ذات دی.
او دا چې فضیلت او د ثواب ترلاسه کول یې په ترتیب سره تلفظ ته اړتیا نه لري.

د حديث له ګټو څخه

  1. د شریعت اسانتیا، یعنې دا چې هېڅ زیان نه رسوي چې لدې کلمو څخه دې په کومه یوه پیل وکړ.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)