عن جابر رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «أفضل الذِّكر: لا إله إلا الله».
[حسن] - [رواه الترمذي والنسائي في الكبرى وابن ماجه]
المزيــد ...

له جابر بن عبد الله - رضي الله عنه - څخه روایت دی وایې چې ما له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه اوریدلي دي چې ویل یې : تر ټولو غوره ذکر لا إله إلا الله دی
حسن - ابن ماجه روايت کړی دی

تشریح

پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته خبر راکوي چې تر ټولو غوره ذکر: "لا إله إلا الله" دی او په بل حدیث کې: تر ټولو غوره هغه څه دي چې ما او له ما څخه مخکې پیغمبرانو ویلي دي د: "لا إله إلا الله" - ذکر دی، یعنې له الله پرته بل په حقه معبود نشته، هغه یو دی او شریک ورته نشته. په دې کې شک نشته چې دا کلمه؛ یوه لویه کلمه ده چې په هغې سره زمکه او آسمانونه ولاړ دي، ټول مخلوقات د همدې لپاره پیدا شوي دي او پدې سره الله پاک خپل پیغمبران رالیږلي، خپل کتابونه یې نازل کړي، او خپل قوانین یې نافذ کړي دي، او د همدې لپاره د - عملونو- تله اېښودل شوې ده، او دفترونه چمتو شوي دي، او د جنت او دوزخ بازارونه پرانیستل شوي، معنا یې دا ده چې په حقیقت کې له الله پرته بل په حقه معبود نشته، او شرطونه یې اووه دي: علم، یقین ، منل، غاړه اېښودل، ریښتینولي، اخلاص او محبت. دا هغه - کلمه ده - چې مخکني او وروستني - انسانان - به یې په اړه پوښتل کیږي، ځکه تر هغه به د بنده قدمونه په خپل ځای پاتې وي تر څو ورڅخه د دوو مسالو پوښتنه وشي: د څه شي عبادت مو کاوه؟ او پیغمبرانو ته مو ځواب څه و؟ نو د لومړۍ پوښتنې جواب په رښتیا سره "لا إله إلا الله" کلمه ده؛ په پوهې، اقرار او عمل کولو سره. او د دویمې - پوښتنې ځواب - په رښتیا سره چې محمد د الله رسول دی ، په پوهې، اقرار، غاړې اېښودلو او پیروۍ کولو سره. هغه - صلی الله علیه وسلم - فرمایلي دي: اسلام پر پنځو بناوو جوړ شوی دی: ګواهي ورکول چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی ...

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د توحید کلمه تر ټولو غوره وینا ده، ځکه چې د الله -تعالی- د یووالي ثبوت دی، او دا هغه غوره کلمه ده چې پیغمبرانو ویلې ده، او د همدې په خاطر رالیږل شوي دي، او د دې تر بیرغ لاندې جنګیدلي او په لاره کې یې شهیدان شوي دي، دا د جنت کیلي او له اور نه خلاصیدل دي.
نور