+ -

عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ:
فَقَدْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَيْلَةً مِنَ الْفِرَاشِ فَالْتَمَسْتُهُ فَوَقَعَتْ يَدِي عَلَى بَطْنِ قَدَمَيْهِ وَهُوَ فِي الْمَسْجِدِ وَهُمَا مَنْصُوبَتَانِ، وَهُوَ يَقُولُ: «اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 486]
المزيــد ...

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې:
یوه شپه مې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بستر کې ونه موند نو زه یې په لټه کې شوم، تر دې چې زما لاس د هغه د پښو په تلو ولږېده، په داسې حال کې چې هغه په ​​جومات کې و، او پښې یې ودرولې وې (د سجدې په حالت کې و) او داسې یې ویل:«اللهُمَّ أَعُوذُ بِرِضَاكَ مِنْ سَخَطِكَ، وَبِمُعَافَاتِكَ مِنْ عُقُوبَتِكَ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْكَ لَا أُحْصِي ثَنَاءً عَلَيْكَ أَنْتَ كَمَا أَثْنَيْتَ عَلَى نَفْسِكَ». «اې الله! زه ستا له غضب څخه ستا په رضایت او ستا له عذاب څخه ستا په بخښنې پناه غواړم، او له تا نه پر تا پناه نیسم، او زه پر تا ستاینې نه شمېرم (دومره ستاینه دې نه شم کولی) لکه څومره چې تا پر خپل ځان ستاینه کړې ده (لکه څومره چې ته د ستاینې وړ یې)

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 486]

تشریح

عائشه رضي الله عنها وایې چې: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته ویده وم، هغه مې د شپې ونه موند، نو لاسونه مې د کوټې هغه ځای ته ورتېر کړل چې لمونځ به یې پکې کاوه؛ ګورم چې په سجده دی او دواړه قدمونه یې درولي دي او وایې:
زه تا وسیله ګرځوم او پر تا پناه غواړم، (برضاك من سخطك)، ستا په رضایت ستا له قهر څخه- پر ما او زما پر امت - پناه غواړم، او زه ستا له عذاب څخه ستا په عفوې او ستا په زیاتې بخښنې سره پناه غواړم. او پناه نیسم پر تا او ستا د جمال په صفتونو چې ستا د جلال له صفتونو څخه دي، ځکه چې پناه یوازې هم ستا څخه غوښتل کېږي، نو نه خو د خلاصي ځای شته او نه د الله څخه د تېښتې پناه ګاه شته پرته له هغه څخه. زه د دې وړتیا نه لرم چې پر تا ستاینې وشمېرم، او له دې عاجز یم چې ستا نعمتونه او احسانونه چې ته یې مستحق یې په شمېر کې راولم، که څه هم هر څومره کوښښ وکړم. لکه څومره چې تا د خپل ځان ستاینه کړې ده، نو همدا ته هغه ذات یې چې د ځان ستاینه دې هغه ډول کړې لکه څنګه چې ستا د شان سره ښایي، نو څوک دی چې ستا د ثنا حق به ادا کړي؟!

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د دې دعاګانو ویل په سجده کې مستحب دي.
  2. میرک فرمایلي: د نسائي په یو روایت کې راغلي چې: دا دعا به یې هغه مهال ویله چې کله به د لمانځه نه وزګار شو او خوب ځای ته به ولاړ.
  3. د الله تعالی په صفتونو یې ستاینه کول او د هغه په نومونو دعا غوښتل مستحب دي؛ البته هغه نومونه چې په قرآن او سنت سره ثابت دي.
  4. پدې کې په رکوع او سجده کې د خالق عظمت بیان شوی دی.
  5. د الله تعالی په صفتونو پناه غوښتل جایز دي، لکه څنګه یې چې په ذات سره پناه غوښتل جایز دي.
  6. خطابي رحمه الله فرمایلي چې: پدې وینا کې لطیفه معنا پرته ده، هغه دا چې په الله یې پناه وغوښته چې په خپل رضایت یې له خپل عذابه وژغوري، او په بخښنې سره یې له سزا وژغوري، او رضایت او قهر یو د بل ضد کلمې دي، همدا رنګه بخښل او په سزا نیول یو د بل ضد دي، نو کله یې چې د داسې څه یادونه وکړه چې ضد نه لري؛ او هغه د الله تعالی ذات دی نو له هغه یې پرې پناه وغوښته نه پر بل چا، د دې معنا دا ده چې: له نیمګړتیا څخه بخښنه غوښتل چې واجب یې نه دی ادا کړی؛ د هغه د عبادت حق دی، او پر هغه ثنا ویل. او دا وینا یې چې وایي: زه پر تا ستاینې نه شمېرم، یعنې نه دا کار کولی نشم او نه مې له وسې پوره دی.
نور