+ -

عَن أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِذَا وُضِعَتِ الجِنَازَةُ وَاحْتَمَلَهَا الرِّجَالُ عَلَى أَعْنَاقِهِمْ فَإِنْ كَانَتْ صَالِحَةً قَالَتْ: قَدِّمُونِي، وَإِنْ كَانَتْ غَيْرَ صَالِحَةٍ قَالَتْ: يَا وَيْلَهَا أَيْنَ يَذْهَبُونَ بِهَا؟ يَسْمَعُ صَوْتَهَا كُلُّ شَيْءٍ إِلَّا الإِنْسَانَ، وَلَوْ سَمِعَهُ صَعِقَ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 1314]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
«کله چې جنازه کېښودل شي او سړي یې پر خپلو اوږو بار کړي، نو که مړی نېک انسان وي وايي: وړاندې مې کړئ ( یعنې ژر مې یوسئ) او که ناصالحه وي وايي: هلاکت دی، چېرته یې وړئ؟ د دې غږ هر څه اوري پرته له انسانانو، او که انسانان یې واوري، نو بې هوښه به شي».

[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 1314]

تشریح

پیغمبر ﷺ خبر ورکړی چې کله جنازه پر کټ کېښودل شي او سړي یې پر اوږو بار کړي، نو که چېرته د نېک انسان جنازه وي وايي:- ما وړاندې کړئ- یعنې ژر مې ځای ته ورسوئ، د هغو نعمتونو له امله چې دی یې ګوري او که ناصالحه وي، نو یو بدرنګه کړیکه به وکړي چې «هلاکت دی، دا چېرته وړئ؟! د هغه عذاب له امله چې دی یې خپلې مخې ته ګوري، غږ یې له انسانانو پرته هر څه اوري، او که انسانان یې واوري نو د شدت له امله به یې بي هوښه کړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. صالح انسان خاورو ته له سپارل کېدو وړاندې د نېکمرغۍ بشارتونه ویني، او کافر په دې حالت کې وېريږي؛ او کافر برعکس حالات ویني.
  2. ځینې غږونه شته چې انسان یې نه شي اورېدلای، خو نور مخلوقات یې اوري.
  3. سنت طریقه دا ده چې جنازه د سړیو پر اوږو یوړل شي، نه د ښځو؛ ځکه رسول الله ﷺ ښځې د جنازې پسې له تللو منع کړې دي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي یوروبایي دري رومانیایي ژباړه هنګري ملاګاسي الولوف اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور