عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ العَاصِ رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ اللهَ سَيُخَلِّصُ رَجُلًا مِنْ أُمَّتِي عَلَى رُءُوسِ الْخَلَائِقِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَيَنْشُرُ عَلَيْهِ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ سِجِلًّا، كُلُّ سِجِلٍّ مِثْلُ مَدِّ الْبَصَرِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَتُنْكِرُ مِنْ هَذَا شَيْئًا؟ أَظَلَمَكَ كَتَبَتِي الْحَافِظُونَ؟ فَيَقُولُ: لَا يَا رَبِّ، فَيَقُولُ: أَفَلَكَ عُذْرٌ؟ فَيَقُولُ: لَا يَا رَبِّ، فَيَقُولُ: بَلَى إِنَّ لَكَ عِنْدَنَا حَسَنَةً، فَإِنَّهُ لَا ظُلْمَ عَلَيْكَ الْيَوْمَ، فَتُخْرَجُ بِطَاقَةٌ فِيهَا: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، فَيَقُولُ: احْضُرْ وَزْنَكَ، فَيَقُولُ: يَا رَبِّ مَا هَذِهِ الْبِطَاقَةُ مَعَ هَذِهِ السِّجِلَّاتِ؟ فَقَالَ: إِنَّكَ لَا تُظْلَمُ، قَالَ: فَتُوضَعُ السِّجِلَّاتُ فِي كِفَّةٍ، وَالْبِطَاقَةُ فِي كِفَّةٍ، فَطَاشَتِ السِّجِلَّاتُ، وَثَقُلَتِ الْبِطَاقَةُ، فَلَا يَثْقُلُ مَعَ اسْمِ اللهِ شَيْءٌ».

[صحيح] - [رواه الترمذي وابن ماجه]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:
«إِنَّ اللهَ سَيُخَلِّصُ رَجُلًا مِنْ أُمَّتِي عَلَى رُءُوسِ الْخَلَائِقِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، فَيَنْشُرُ عَلَيْهِ تِسْعَةً وَتِسْعِينَ سِجِلًّا، كُلُّ سِجِلٍّ مِثْلُ مَدِّ الْبَصَرِ، ثُمَّ يَقُولُ: أَتُنْكِرُ مِنْ هَذَا شَيْئًا؟ أَظَلَمَكَ كَتَبَتِي الْحَافِظُونَ؟ فَيَقُولُ: لَا يَا رَبِّ، فَيَقُولُ: أَفَلَكَ عُذْرٌ؟ فَيَقُولُ: لَا يَا رَبِّ، فَيَقُولُ: بَلَى إِنَّ لَكَ عِنْدَنَا حَسَنَةً، فَإِنَّهُ لَا ظُلْمَ عَلَيْكَ الْيَوْمَ، فَتُخْرَجُ بِطَاقَةٌ فِيهَا: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، فَيَقُولُ: احْضُرْ وَزْنَكَ، فَيَقُولُ: يَا رَبِّ مَا هَذِهِ الْبِطَاقَةُ مَعَ هَذِهِ السِّجِلَّاتِ؟ فَقَالَ: إِنَّكَ لَا تُظْلَمُ، قَالَ: فَتُوضَعُ السِّجِلَّاتُ فِي كِفَّةٍ، وَالْبِطَاقَةُ فِي كِفَّةٍ، فَطَاشَتِ السِّجِلَّاتُ، وَثَقُلَتِ الْبِطَاقَةُ، فَلَا يَثْقُلُ مَعَ اسْمِ اللهِ شَيْءٌ». «الله تعالی به زما له امت څخه یو سړی د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په حضور کې ځانته کړي ، او مخې ته به یې نهه نوي صحيفې خپرې کړي، هره صحيفه به د سترګو تر لیدو پورې (پراخوالی) ولري، بیا به ورته ووایي: آیا ته پدې کې له کوم شي څخه انکار کوې؟ آیا تاسو سره زما ساتونکو لیکوالانو ظلم کړی؟ نو هغه به ووایي: نه اې ربه، نو وبه وایې: آیا ته عذر لرې؟ هغه به ووايي: نه اې ربه، نو هغه به وفرمايي: هو، تاسو زمونږ سره یوه نیکي لرئ، نو یو کارت به راوویستل شي چې په هغه کې به: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ ) یعنې زه ګواهي ورکوم چې حق معبود نشته دی مګر یو الله دی، او زه ګواهي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی، نو وبه وایي: وزن دې حاضر کړه، نو وبه وایي: دا کارت به د صحيفو پر وړاندې څه شی وي؟ نو هغه به وفرمايي: یقنیا تا سره به ظلم نه کیږي، وایي: دا صحيفې به د تلې په - یوه - پله کې کېښودل شي او کارت به په بله پله کې، نو صحيفې به پورته - سپکې - شي او کارت به دروند شي، ( ځکه ) د الله تعالی د نوم په وړاندې هیڅ شی نه شي درندېدلای».

صحيح - ترمذی روایت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له امت څخه یو سړی د ټولو مخلوقاتو په وړاندې راوغواړي تر څو ورسره حساب وشي، نو هغه ته به ۹۹ صحيفې وړاندې شي، چې هغه به د ده د بدو کړنو عملنامې وي چې په دنیا کې یې کړي دي، او د هرې صحيفې اوږدوالی به د سترګو د لید په اندازه وي، بیا به الله جل جلاله دې سړي ته ووایي : آیا ته د هغه څه څخه انکار کوې چې په دې صحیفو کې لیکل شوي؟ آیا زما ساتونکو کاتبانو پرښتو تاسو سره ظلم کړی دی؟ سړی به وايي: نه اې زما ربه. نو الله تعالی به وفرمايي: آیا تاسو سره د هغه عملونو لپاره عذر شته چې تاسو په دنیا کې کړي دي؟ نو سړي به ووایي: نه اې زما ربه! زه هیڅ عذر نلرم. نو الله تعالی به وفرمايي: هو، تاسو له موږ سره یوه نیکي لرئ، او نن ورځ په تاسو باندې هیڅ ظلم نشته. وایي: نو یو کارت به راووېستل شي چې په هغه کې به لیکلي وي (أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله) زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد د هغه بنده او رسول دی. نو الله تعالی به دې سړي ته وفرمايي: وزن دې حاضر کړه. نو هغه سړی به په حیرانتیا سره ووايي: اې ربه! دا کارت د دې صحيفو په مقابل کې به څه وزن ولري؟! نو الله تعالی به وفرمایي: په تا به هیڅ ظلم نه کیږي. وایي: صحيفې به د تلې په یوه پله کې کېښودل شي، او کارت په بله پله کې؛ نو هغه پله به سپکه شي چې صحيفې پکې وي، او هغه پله به درنده شي چې کارت پکې وي، نو الله تعالی به ورته بخښنه وکړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د توحید د کلمې ( لا اله الا الله ) عظمت: او په تله کې یې دروندوالی.
  2. یوازې په ژبه د (لا إله إلا الله) ویل بسنه نه کوي، بلکې په معنا یې پوهېدل او د هغې مطابق عمل کول اړین دي.
  3. اخلاص او د توحید ځواک د ګناهونو د کفارې لامل ګرځي.
  4. ایمان په زړونو کې د اخلاص له مخې توپیر لري، کېدای شي ځینې خلک دا کلمه ووایي، مګر د ګناهونو سره سمه سزا ورکول کیږي.
نور