عَنْ أَبِي ذَرٍّ رضي الله عنه قَالَ:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ مَا آنِيَةُ الْحَوْضِ؟ قَالَ: «وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَآنِيَتُهُ أَكْثَرُ مِنْ عَدَدِ نُجُومِ السَّمَاءِ وَكَوَاكِبِهَا، أَلَا فِي اللَّيْلَةِ الْمُظْلِمَةِ الْمُصْحِيَةِ، آنِيَةُ الْجَنَّةِ مَنْ شَرِبَ مِنْهَا لَمْ يَظْمَأْ آخِرَ مَا عَلَيْهِ، يَشْخَبُ فِيهِ مِيزَابَانِ مِنَ الْجَنَّةِ، مَنْ شَرِبَ مِنْهُ لَمْ يَظْمَأْ، عَرْضُهُ مِثْلُ طُولِهِ، مَا بَيْنَ عَمَّانَ إِلَى أَيْلَةَ، مَاؤُهُ أَشَدُّ بَيَاضًا مِنَ اللَّبَنِ، وَأَحْلَى مِنَ الْعَسَلِ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ مَا آنِيَةُ الْحَوْضِ؟ قَالَ: «وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَآنِيَتُهُ أَكْثَرُ مِنْ عَدَدِ نُجُومِ السَّمَاءِ وَكَوَاكِبِهَا، أَلَا فِي اللَّيْلَةِ الْمُظْلِمَةِ الْمُصْحِيَةِ، آنِيَةُ الْجَنَّةِ مَنْ شَرِبَ مِنْهَا لَمْ يَظْمَأْ آخِرَ مَا عَلَيْهِ، يَشْخَبُ فِيهِ مِيزَابَانِ مِنَ الْجَنَّةِ، مَنْ شَرِبَ مِنْهُ لَمْ يَظْمَأْ، عَرْضُهُ مِثْلُ طُولِهِ، مَا بَيْنَ عَمَّانَ إِلَى أَيْلَةَ، مَاؤُهُ أَشَدُّ بَيَاضًا مِنَ اللَّبَنِ، وَأَحْلَى مِنَ الْعَسَلِ». ما وویل: اې د الله رسوله! د حوض لوښي څه دي؟ ویې فرمایل: « قسم په هغه ذات چې د محمد روح د هغه په ​​لاس کې دی چې لوښي یې د آسمان له ستورو او سیارو له شمېر څخه زیات دي،هغه هم په توره شپه او صاف آسمان کې، د جنت له لوښو څخه چې چا وڅښل بیا پرې تنده نه راځي، پدې حوض کې د جنت دوه ناوې بهیږي، چا چې ترې څښاک وکړ؛ نه تږی کیږي، پلنوالی یې د اوږدوالي په اندازه دی، لکه د عمان او ایله تر منځه - واټن - اوبه یې له شېدو څخه زیاتې سپینې او له شهدو څخه زیاتې خوږې دي».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله - صلى الله عليه وسلم - قسم کوي چې د قيامت په ورځ به د هغه د حوض جامونه د آسمان له ستورو او سيارو څخه زيات وي. او دا - منظره - په هغه توره شپه کې ښکاري چې سپوږمۍ نه وي. ځکه د سپوږمۍ په شپه کې ستوري روښانه نه وي ځکه چې د سپوږمۍ په رڼا کې پټ وي او هغه شپه چې ورېځ پکې نه وي، ځکه چې د ورېځو شتون د ستورو د لیدلو مخه نیسي. او دا چې د جنت په لوښو کې له شته څښاکو څخه څوک وڅښي، هغه به هېڅکله تږی نه شي او دا به وروستۍ تنده وي چې څښونکي ته رسیږي. او دا چې په نوموړې حوض کې له جنت څخه دوه ناوې رابهیږي او پلنوالی یې د اوږدوالي په اندازه دی. او دا چې نوموړی حوض په کونجونو کې سره مساوي دی؛ اوږدوالی یې له عمان څخه نیولې چې په بلقاء کې یو ښار دی تر أیله پورې چې هغه هم د شام په څنډو کې یو پېژندل شوی ښار دی، د دې دواړو تر منځ د واټن په اندازه دی. او د دې حوض اوبه له شېدو څخه زیاتې سپینې او خوند یې له شهدو څخه زیات خوږ دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د حوض او په حوض کې د شته نعمتونو ثبوت.
  2. د حوض لوی والی، اوږدوالی، پلنوالی او زیات لوښي یې.
نور