عن المقدام بن معدِيْكَرِب قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ألا هل عسى رجلٌ يبلغه الحديث عني وهو متكئ على أريكته فيقول: بيننا وبينكم كتاب الله، فما وجدنا فيه حلالًا استحللناه، وما وجدنا فيه حرامًا حرمناه. وإن ما حرم رسول الله كما حرم الله).
[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه]
المزيــد ...
له مقدام بن معدیکرب څخه روایت دی وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: خبر شئ دا وخت رانیږدې شوی چې یو سړي ته به زما لخوا یو حدیث ورسیږي، نو په کټ به یې تکیه وهلې وي او وایې به : زمونږ او ستاسو تر منځ د الله کتاب دی، هر څه مو چې پکې حلال وموندل ځان ته یې حلالوو، او هر څه مو چې په کې حرام وموندل پر ځان یې حراموو. او هغه چې د الله رسول حرام کړي داسې دي لکه چې الله حرام کړي وي.
صحيح - ابن ماجه روايت کړی دی
رسول الله - صلی الله علیه وسلم - د هغه ډلې په اړه خبرداری ورکوي چې د هغه د وینا درناوی نه کوي، او ځنې نور یې د هغه په سنتو استدلال نه کوي، او نه پرې سر پورته کوئ، او یو بل یې داسې دی چې د هغه له احادیثو څخه یو حدیث ورته ورسیږي نو په خپل کټ یې تکیه وهلې وي او رد یې کړي او وایې: زمونږ او ستاسو تر منځ قرآن دی، هغه څه مو چې پکې حلال وموندل حلالوو یې، او هغه څه مو چې پکې حرام وموندل حراموو یې، نو دا (سړی) په هغه احادیثو چې ورته رسیدلي دي؛ نه پرې عمل کوي او نه یې ریښتوني ګڼي، او په خپل ګمان یوازینی مصدر قرآن ګڼي، خو که چېرته یې په قرآن عمل کړی و نو خامخا به یې سنت منلي وو، ځکه قرآن د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اطاعت امر کوي، او هغوی چې مونږ ته یې سنت رانقل کړي دي همغوی دي چې مونږ ته یې قرآن رانقل کړی دی، بیا پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړ چې هغه څه چې الله او رسول یې حرام کړي دي (په حرمت کې) سره برابر دي، او (یو شي لره ) د رسول الله حراموالی، د الله د حراموالي په سبب دی، ځکه هغه په خپله د الله تعالی لخوا رسوونکی دی، او هیڅکله له خپل ځان څخه وینا نه کوي- صلی الله علیه وسلم.