عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما : أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «بلغوا عني ولو آية، وحدثوا عن بني إسرائيل ولا حرج، ومن كذب علي متعمدا فَلْيَتَبَوَّأْ مقعده من النار».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...
له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «له ماڅخه یې خلکو ته ورسوئ اګر که یو آیت هم وي، او له بني اسرائیلو حکایت وکړئ پدې کې کوم حرج نشته، او څوک چې په قصدي توګه پر ما دروغ ووايي، هغه دې په اور کې د ځان لپاره ځاى ونیسي».
صحيح - بخاري روايت کړی دی
د حدیث معنا: زما څخه په میراث پاتې شوی د قرآن او سنت علم خلکو ته ورسوئ، اګر که هغه څه چې تاسو یې نقلوئ لږ هم وي لکه د قرآن کریم یو آیت، پدې شرط چې هغه څه یې زده وي چې خلکو ته یې رسوي، دا امر د هغه چا په حق کې واجب دی چې کله پرې وګمارل شي، خو که چیرته پرې حتمي نه وي، مثلا که په یو هېواد کې د الله تعالی لورې ته نور بلونکي وي او د خلکو په ښوونه او دیني چارو پوهولو کې مشغول وي، نو بیا پر ده بلنه واجب نده، بلکه دا یې په حق کې مستحب دي. او کومه خبره او یا ملامتیا پر تاسو نشته چې له بني اسرائیلو څخه د هغه حقیقي پېښو حکایت وکړئ چې ورته پېښ شوي دي، لکه د قربانۍ د سوځولو لپاره له آسمان څخه د اور راکوځيدل، او د خوسي د عبادت کولو څخه وروسته د توبې په موخه د ځان وژل، او یا په قرآن کریم کې د یادو شوو کیسو تفصیل چې پندونه او نصیحتونه پکې دي، او چا چې پر ما دروغ پورې کړل نو د ځان لپاره دې په اور کې استوګن ځای ونیسي، دا ځکه چې: په پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - دروغ داسې ندي لکه په نورو خلکو دروغ وییل؛ پر پیغمبر - صلی الله علیه وسلم دروغ لومړی په الله او بیا په شریعت دروغ وییل دي، ځکه هغه څه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې له وحې خبر ورکوي د الله له شریعت څخه وي، نو ځکه یې سزا سخته ده.