عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 110]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي:
«مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ». "څوک چې په قصدي توګه پر ما درواغ ووايي، هغه دې په دوزخ کې د خپل د ناستي ځای وټاکي ".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 110]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې څوک په قصدي توګه پر هغه دروغ ووايي، داسې چې هغه ته په دروغو سره د وینا یا کړنې نسبت وکړي، نو په اخرت کې به د هغه ځای دوزخ وي؛ دا به یې د دروغو جزا وي چې پر هغه یې تپلي دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په رسول الله صلی الله علیه وسلم په قصدي او عمدي توګه دروغ ویل؛ دوزخ ته د داخلېدو لامل ګرځي.
  2. پر رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ ویل داسې نه دي لکه په نورو ټولو خلکو دروغو ویل، ځکه چې په دین او دنیا کې د لویو لویو فسادونو لامل ګرځي.
  3. له کره والي وړاندې د احادیثو له خپرولو څخه ډډه کول، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې د صحت نسبت معلوم شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (55)
نور