عن أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ رضي الله عنه قال:
بينما نحن جلوس مع النبي صلى الله عليه وسلم في المسجد دخل رجل على جمل، فأناخه في المسجد ثم عقله، ثم قال لهم: أيكم محمد؟ والنبي صلى الله عليه وسلم متكئ بين ظهرانيهم، فقلنا: هذا الرجل الأبيض المتكئ. فقال له الرجل: يا ابن عبد المطلب فقال له النبي صلى الله عليه وسلم: «قد أجبتك». فقال الرجل للنبي صلى الله عليه وسلم: إني سائلك فمشدد عليك في المسألة، فلا تجد علي في نفسك؟ فقال: «سل عما بدا لك» فقال: أسألك بربك ورب من قبلك، آلله أرسلك إلى الناس كلهم؟ فقال: «اللهم نعم». قال: أنشدك بالله، آلله أمرك أن نصلي الصلوات الخمس في اليوم والليلة؟ قال: «اللهم نعم». قال: أنشدك بالله، آلله أمرك أن نصوم هذا الشهر من السنة؟ قال: «اللهم نعم». قال: أنشدك بالله، آلله أمرك أن تأخذ هذه الصدقة من أغنيائنا فتقسمها على فقرائنا؟ فقال النبي صلى الله عليه وسلم: «اللهم نعم». فقال الرجل: آمنت بما جئت به، وأنا رسول من ورائي من قومي، وأنا ضمام بن ثعلبة أخو بني سعد بن بكر.

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي:
بينما نحن جلوس مع النبي صلى الله عليه وسلم في المسجد دخل رجل على جمل، فأناخه في المسجد ثم عقله، ثم قال لهم: أيكم محمد؟ والنبي صلى الله عليه وسلم متكئ بين ظهرانيهم، فقلنا: هذا الرجل الأبيض المتكئ. فقال له الرجل: يا ابن عبد المطلب فقال له النبي صلى الله عليه وسلم: «قد أجبتك». فقال الرجل للنبي صلى الله عليه وسلم: إني سائلك فمشدد عليك في المسألة، فلا تجد علي في نفسك؟ فقال: «سل عما بدا لك» فقال: أسألك بربك ورب من قبلك، آلله أرسلك إلى الناس كلهم؟ فقال: «اللهم نعم». قال: أنشدك بالله، آلله أمرك أن نصلي الصلوات الخمس في اليوم والليلة؟ قال: «اللهم نعم». قال: أنشدك بالله، آلله أمرك أن نصوم هذا الشهر من السنة؟ قال: «اللهم نعم». قال: أنشدك بالله، آلله أمرك أن تأخذ هذه الصدقة من أغنيائنا فتقسمها على فقرائنا؟ فقال النبي صلى الله عليه وسلم: «اللهم نعم». فقال الرجل: آمنت بما جئت به، وأنا رسول من ورائي من قومي، وأنا ضمام بن ثعلبة أخو بني سعد بن بكر. په داسې حال کې چې مونږ په مسجد کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې یو سړی په اوښ سپور راغی، اوښه یې په مسجد کې چو کړه او بیا یې پښې ته ولکه ورواچوله، بیا یې هغوی ته وویل: په تاسو کې محمد څوک دی؟ پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په منځ کې ډډه وهلې وه، نو مونږ وویل: دا سپین سړی دی چې ډډه یې وهلې ده، نو سړي ورته وویل: اې د عبدالمطلب زویه! نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ما ځواب درکړ (یعنې خبره دې اورم) نو هغه سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: زه له تا څخه سختې پوښتنې کوم، نو - زما په پوښتنو - مه غصه کیږه او زړه ته یې مه نیسه (یعنې خوا دې پرې مه بدوه) نو ويې فرمايل: هر څه دې چې زړه کې وي په اړه یې پوښتنه وکړه، نو ویې ويل: زه له تا څخه ستا د رب او له تا څخه د مخکنيو خلکو د رب په نوم پوښتنه کوم چې آيا ته الله تعالی ټولو انسانانو ته لېږلې يې؟ هغه وفرمایل: هو - الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم - ويې ويل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی تاته امر کړی دی چې مونږ په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه وکړو؟ هغه وفرمایل: هو ، الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم، هغه وویل : زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی تاته امر کړی دی چې د کال دا میاشت - رمضان - روژه ونیسو؟ هغه وفرمایل: هو - الله پوهیږي چې زه ریښتېنی یم - ویې وییل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې زمونږ له مالدارو څخه دا زکات واخلې او زمونږ په غریبانو یې وویشې؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، الله پوهیږي چې زه ریښتینی یم، نو سړي وویل: هغه څه دې چې راوړي ما پرې ایمان راوړی دی او زه؛ زما تر شا د خپل قوم د خلکو استازی یم، او زه ضمام بن ثعلبه د بنو سعد بن بکر له قبیلې څخه یم.

صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

انس بن مالک رضي الله عنه خبر ورکوي چې: صحابه کرام له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په جومات کې ناست وو چې یو سړی جومات ته په اوښ سپور ننوت، نو اوښه یې چو کړله بیا یې وتړله، بیا یې ترې پوښتنه وکړه: په تاسو کې محمد څوک دی؟ پداسې حال کې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو تر منځه ډډه وهلې وه، نو مونږ وویل: دا سپین سړی دی چې ډډه یې وهلې ده، نو سړي ورته وویل: اې د عبد المطلب زویه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: درڅخه اورم، پوښتنه وکړه چې ځواب درکړم. نو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: زه له تا څخه پوښتنې کوم او په پوښتنو کې درباندې سختي کوم، نو زړه ته یې مه نیسه. یعنې: پر ما مه غصه کیږه او - راسره - مه تنګیږه، نو هغه وفرمایل: څه چې غواړې وپوښته، نو هغه وویل: زه له تا څخه ستا او ستا څخه د مخکنیو د رب په نوم پوښتنه کوم چې آیا ته الله تعالی ټولو خلکو ته لیږلی یې؟ هغه وویل: هو - یعنې الله پوهیږي چې زه ریښتنی یم - د خپلې ریښتینولی د ثبوت په خاطر - یې دا تاکید وکړ . سړي وویل: زه د الله په نوم درڅخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې مونږ په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځونه وکړو؟ او هغه فرض لمونځونه دي، هغه وفرمایل: هو، الله پوهېږې چې زه ریښتینی یم، هغه وویل: زه د الله تعالی په نوم ستا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې د کال دا میاشت روژه ونیسو؟ یعنې د رمضان میاشت، هغه وفرمایل: هو، الله پوهیږې چې زه ریښتینی یم، هغه وویل: زه د الله تعالی په نوم له تا څخه پوښتنه کوم چې آیا الله تعالی درته امر کړی دی چې زمونږ له مالدارانو څخه دا صدقه واخلې او زمونږ په غریبانو یې وویشې؟ یعنې زکات، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، الله پوهیږې چې زه ریښتنی یم، نو ضمام اسلام راوړ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم - خپلو ملګرو ته - خبر ورکړ چې هغه به خپل قوم اسلام ته رابلي، بیا یې خپل ځان معرفي کړ چې هغه ضمام بن ثعلبه د بنی بکر له قبیلې څخه دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم تواضع؛ چې سړی ونه توانېده د هغه او د ملګرو تر منځه یې توپیر وکړي.
  2. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه اخلاق او د پوښتونکي د ځواب پر مهال یې مهرباني او دا چې ښایسته ځواب ورکول د بلنې د قبلېدو له لاملونو څخه دی.
  3. په سپينوالي او سوروالي، د قد په اوږدوالی او ټيټوالي او داسې نورو صفتونو سره د یو چا د یادولو جواز چې د عیب بیانولو په نیت نه وي، او پدې شرط چې هغه یې بد ونه ګڼي.
  4. د ضرورت په خاطر جومات ته د کافر د ننوتلو جواز.
  5. په حدیث کې د حج یادونه نده شوې، ځکه کېدی شي چې د هغه سړي د راتګ پر مهال نه و فرض شوی.
  6. اسلام ته په رابلنې د صحابه کرامو ټینګار؛ ځکه چې هرکله یې چې اسلام راوړ سمدلاسه یې خپل قوم ته په بلنې ټینګار وکړ.
نور