عن أبي هريرة رضي الله عنه مرفوعًا: «والذي نفسُ مُحمَّد بيدِه، لا يسمعُ بي أحدٌ من هذه الأمة يهوديٌّ، ولا نصرانيٌّ، ثم يموتُ ولم يؤمن بالذي أُرْسِلتُ به، إلَّا كان مِن أصحاب النار».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابو هریرة - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی « قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په ​​لاس کې دی، په دې امت کې هیڅوک یهودي او یا نصراني زما په اړه نه اوري، بیا - پداسې حال کې - مړ شي چې په هغه څه یې ایمان نه وي راوړي چې زه پرې رالیږل شوی یم، مګر دا چې هغه به له دوزخیانو څخه وي.»
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

نبي - صلی الله علیه وسلم - په الله قسم یادوي چې « هیڅوک پدې امت کې زما په اړه نه اوري» یعنې هغه څوک چې د هغه په زمانه کې دي او یا له هغه څخه وروسته د قیامت تر ورځې پورې « یهودي وي او یا نصراني، همدارنګه لدوی پرته نور چې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم بلنه ورته ورسیږي، بیا مړ شي پرته لدې چې ایمان پرې راوړي مګر دا چې د اور له خاوندانو څخه به وي، چې تل ترتله به پکې وي، او یهودي او نصراني یې لدې امله یاد کړل چې لدوی پرته د نورو پاملرنه راواړوي، ځکه چې یهود او نصارا کتاب لري، نو که دا د دوی حال وي سره لدې چې کتاب لري، نو لدوی پرته نور چې کتاب نه لري لومړیتوب لري، نو په ټولو یې په ایمان کې داخلیدل او د هغه - صلی الله علیه وسلم - پیروي کول واجب دي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. چا چې د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - په اړه څه نه وي اوریدلي، او د اسلام بلنه ورته نه وي رسیدلي؛ هغه معذور ګڼل کیږي.
  2. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د پيروۍ واجبیدل، او د هغه په شریعت سره د نورو ټولو شریعتونو منسوخ کیدل، نو چا چې پرې کفر وکړ، په نورو پیغمبرانو - علیهم السلام - ایمان راوړل به ورته هیڅ ګټه ونه رسوي.
  3. د مرګ نه مخکې له اسلام څخه ګټه پورته کول، اګر که په سخته مریضۍ کې هم وي تر دې چې د ځنکندن حالت ته ونه رسیږي.
  4. د هغه چا تکفیرول چې له ځینو هغو څه انکار وکړي چې پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - پرې راتګ کړی، پدې شرط چې په قطعي نص (دلیل) سره ثابت وي، او امت پرې اجماع کړې وي.
نور