زمونږ نبي؛ محمد -صلی الله عليه وسلم-

8د احادیثو لړلیک

د احادیثو لړلیک 8

قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، له دې امت څخه چې هر څوک؛ که هغه یهودي وي یا نصراني، زما په اړه خبره شي، او بیا پداسې حال کې مړ شي چې په هغه څه یې ایمان نه وي راوړی چې زه پرې رالېږل شوی یم، مګر دا چې هغه به له دوزخیانو څخه شي
زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي
موږ وویل: ته زموږ بادار یې، هغه وفرمایل: «الله جل جلاله بادار دی»، موږ وویل: په موږ کې د فضیلت له اړخه تر ټولو غوره او د نفوذ له اړخه تر ټولو پیاوړی یې، هغه وفرمایل: «څه چې وایئ ووایئ، یا ځینې داسې ویناوې وکړئ، خو شیطان دې تاسې له حد څخه په اوړېدلو دوکه نه کړي
ما ته پنځه شیان راکړل شوي دي چې له ما څخه مخکې هیچا ته نه وو ورکړل شوي
وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي
او زه ضمام بن ثعلبه د بنو سعد بن بکر له قبیلې څخه یم
په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې - وحې پداسې حال کې - نازله شوه، چې هغه د څلوېښتو کالو و
لیکه، په هغه ذات قسم چې زما روح یې په لاس کې دی، چې له حق پرته ترې بل څه نه راوځي