+ -

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رضي الله عنهما أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«أُعْطِيتُ خَمْسًا لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ قَبْلِي: نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ، وَجُعِلَتْ لِي الأَرْضُ مَسْجِدًا وَطَهُورًا، فَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلاَةُ فَلْيُصَلِّ، وَأُحِلَّتْ لِي المَغَانِمُ، وَلَمْ تَحِلَّ لِأَحَدٍ قَبْلِي، وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ، وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 335]
المزيــد ...

له جابر بن عبدالله رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«أُعْطِيتُ خَمْسًا لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ قَبْلِي: نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ، وَجُعِلَتْ لِي الأَرْضُ مَسْجِدًا وَطَهُورًا، فَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلاَةُ فَلْيُصَلِّ، وَأُحِلَّتْ لِي المَغَانِمُ، وَلَمْ تَحِلَّ لِأَحَدٍ قَبْلِي، وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ، وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ عَامَّةً». «ما ته پنځه شیان راکړل شوي دي چې له ما څخه مخکې هیچا ته نه وو ورکړل شوي: ماته په وېره بریا راکړل شوې؛ زه چې کوم ځای ته ځم نو د یوې میاشتې د مزل په اندازه مې رعب هلته مخکې رسیدلی وي، او ټوله ځمکه زما لپاره جومات او پاک ځای ګرځېدلی، نو زما له امت څخه چې په هر چا د لمانځه وخت راغی نو لمونځ دې وکړي، او ماته غنیمت روا شوی چې زما نه مخکې هیچا ته نه و روا، او ماته شفاعت راکړل شوی او دا چې هر نبي به خاص خپل امت ته لېږل کېده او زه ټولو خلکو ته لېږل شوی یم».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 335]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې الله تعالی هغه ته پنځه ځانګړتیاوې ورکړي دي چې له هغه وړاندې هېڅ نبي ته نه دي ورکړل شوي.
لومړی دا چې: زه په وېرې سره بریالی شوی یم، داسې چې زما د دښمنانو په زړونو کې وېره لوېږي، که څه هم زما او د هغوی تر منځ د یوې میاشتې په اندازه واټن وي.
دویم: زما لپاره ځمکه جومات ګرځول شوې ده، چېرته چې وو هلته لمونځ کوو، او دا چې خاوره پاکه ده کله چې اوبه نه وي (نو تیمم پرې کوو).
دریم: موږ ته د جنګ غنیمتونه حلال ګرځول شوي، کوم چې مسلمانان له کفارو سره په جګړه کې تر لاسه کوي.
څلورم: ما ته د قيامت په ورځ - د خلکو له وېرې څخه د خلاصون لپاره - تر ټولو ستر شفاعت راکړل شوی دی.
پنځم: زه ټولو خلکو؛ انسانانو او پېریانو ته لېږل شوی یم، د پخوانیو پېغمبرانو پر خلاف چې هغوی به یوازې خپلو قومونو ته لېږل کېدل.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پر بنده ګانو د الله تعالی د نعمتونو د شمېرلو مشروعیت، چې خلک ترې خبر شي او د الله تعالی شکر پرې ادا کړي.
  2. په دې ځانګړتیاوو سره پر دې امت او نبي یې د الله تعالی لورینه.
  3. په هر حالت کې په خپل وخت لمونځ ادا کول واجب دي، او څومره چې کولی شي نو شروط، سنت او واجبات دې پر ځای کړي.
  4. هغه شفاعت چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم پرې د نورو انبیاوو تر منځه ځانګړی شوی دی ډولونه لري چې یو یې: د مخلوقاتو لپاره شفاعت دی چې اړه یې (د حساب او کتاب) پرېکړه وشي او بل شفاعت یې جنت ته د جنتیانو د ننوتلو لپاره دی او بل شفاعت یې د خپل تره ابو طالب لپاره شفاعت دی چې عذاب ترې سپک کړی شي؛ نه دا چې له اور څخه راووځي؛ ځکه چې هغه کافر مړ شوی.
  5. پېغمبر صلی الله علیه وسلم ډېرې ځانګړتیاوې لري چې ټولې یې په دې حدیث کې ندي یادې شوي لکه دا چې: جوامع الکلم ورکړل شوي، د پېغبرانو لړۍ پرې پای ته رسیدلې، او دا چې زمونږ صفونه د پريښتو د صفونو په څېر دي او داسې نور.
نور