عَنْ جَرِيرِِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رضي الله عنه قَالَ:
بَايَعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامِ الصَّلاَةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ، وَالنُّصْحِ لِكُلِّ مُسْلِمٍ.

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له جریر بن عبد الله رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مې په: لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ ګواهۍ ورکولو، لمانځه ادا کولو، زکات ورکولو، پيروۍ او اورېدلو او هر مسلمان ته په نصیحت کولو بیعت وکړ.

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

صحابي جریر بن عبد الله رضي الله عنه خبر ورکوي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پدې بیعت وکړ چې د الله جل جلاله یووالي به مني، له شرطونو، رکنونو، واجباتو او سنتونو سره به په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمونځ کوي، فرضي زکات به ورکوي چې له مالدارانو اخېستل کیږی او اړمنو غریباتو ته ورکول کیږی، او پدې چې د واکمنانو پیروۍ به کوي، هر مسلمان ته به نصیحت کوي، هغه ته به په خېر رسولو ټینګار کوي او په وینا او کړنو به ورڅخه شر دفع کوي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د لمانځه او زکات اهمیت، او دا دواړه د اسلام له رکنونو څخه دي.
  2. په مسلمانانو کې د خپلمنځي نصېحت ارزښت، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې له صحابه کرامو سره بیعت کړی دی.
نور