+ -

عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رضي الله عنه:
أَنَّ رَسُولَ صَلَّى عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَخَذَ بِيَدِهِ، وَقَالَ: «يَا مُعَاذُ، وَاللَّهِ إِنِّي لَأُحِبُّكَ»، فَقَالَ: «أُوصِيكَ يَا مُعَاذُ لَا تَدَعَنَّ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ تَقُولُ: اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والنسائي وأحمد] - [سنن أبي داود: 1522]
المزيــد ...

له معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له لاس څخه ونیوه او ویې ویل: «يَا مُعَاذُ، وَاللَّهِ إِنِّي لَأُحِبُّكَ»، " اې معاذه، په الله قسم چې زه درسره مینه لرم"، نو ویې فرمایل: «أُوصِيكَ يَا مُعَاذُ لَا تَدَعَنَّ فِي دُبُرِ كُلِّ صَلَاةٍ تَقُولُ: اللَّهُمَّ أَعِنِّي عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ». «اې معاذه! زه تاته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې مه پرېږده چې ووایې: اې الله، ستا په یادولو، ستا په شکر ادا کولو او ستا په ښه عبادت کولو کې راسره مرسته وکړې».

[صحيح] - - [سنن أبو داود - 1522]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د معاذ بن جبل رضي الله عنه لاس ونیوه او ورته یې وویل: قسم په الله چې زه درسره مینه لرم، او اې معاذه! زه درته سپارښتنه کوم چې د هر لمانځه په پاي کې پرې نه ږدې چې ووایې: (اللهم أَعِنّي على ذكرك) اې الله زما سره ستا په یادولو کې مرسته وکړې، په هرې وینا او عمل کې چې ستا پیروۍ ته مې نږدې کوي. (وشُكْرِك) او ستا په شکر ادا کولو، چې نعمتونه تر لاسه کړم او له نعمتونو څخه د بې برخې کېدلو پر وړاندې مانع وګرځي. (وحُسْن عبادتك) او ستا په ښایسته عبادت، چې الله تعالی ته پکې اخلاص وي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه برابر وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د یو چا د خبرولو مشروعیت، کله چې ورسره د الله تعالی لپاره مینه لرې.
  2. د هر فرض او نفلي لمانځه وروسته دا دعا کول مستحب دي.
  3. په دې څو کلمو سره د دنیا او آخرت اړتیاوې غوښتل کیږي.
  4. د الله تعالی لپاره د محبت کولو له ګټو څخه یو بل ته په حق وصیت، نصیحت او د نیکۍ او تقوا په کارونو کې د یو بل ملاتړ دی.
  5. طیبي فرمایلي: د الله تعالی یادول د سینې د پراخېدو پېلامه، او د شکر ویستل یې د نعمتونو د تر لاسه کولو وسیله، او د ښایسته عبادت لپاره د هر هغه څه څخه ځان بې کاره کول دي چې د الله تعالی له یاد څخه یې مشغولوي.
نور