عن ثَوْبَان رضي الله عنه قال: كان رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا انْصَرف من صلاته اسْتَغْفَر ثلاثا، وقال: «اللهُمَّ أنت السَّلام ومِنك السَّلام، تَبَارَكْتَ يا ذا الجَلال والإكْرَام».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ثوبان - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - به چې کله د خپل لمانځه څخه سلام وګرځاوه نو درې ځلې به یې استغفر الله وویل، او بیا به یې وویل:اللهم أنت السلام ومنك السلام، تباركت يا ذا الجلال والإكرام، اې الله ته سلام - آرامي ورکوونکی یې - او ستا لخوا سلامتیا ده، لوړ او لوی دی شان او عظمت ستا اې د عزت او عظمت خاونده.
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

پدې حدیث د لمونځ کوونکي لخوا د دې وینا ویل مستحب دي کله چې د لمانځه څخه فارغ شي: أستغفر الله، أستغفر الله، أستغفر الله. بیا دا دعا ووایي: اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْك السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ يَا ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ. او په احادیثو کې نورې دعاګانې هم راغلي دي چې د لمانځه په پای کې لوستل کیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي سنیګالي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ياباني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پدې کې په هغه چا رد دی چې ویلي یې دي: لمونځ کوونکی به د لمانځه نه وروسته تکبیر (الله اکبر) وایي.
  2. پدې کې الله - تعالی - ته د "السَّلام" د نوم او صفت ثابتوالی دی، هغه ذات له هر عیب او نقصان څخه روغ دی، او هغه خپلو بنده ګانو لره د دنیا او آخرت له شرونو څخه سلامتیا بخښونکی دی.