+ -

عَنْ وَائِل بن حُجرٍ رضي الله عنه قَالَ:
صَلَّيْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَكَانَ يُسَلِّمُ عَنْ يَمِينِهِ: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، وَعَنْ شِمَالِهِ: «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ».

[حسن] - [رواه أبو داود] - [سنن أبي داود: 997]
المزيــد ...

له وائل بن حجر رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې:
له پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره مې لمونځ وکړ، هغه به ښي لور ته «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ»، او کیڼ لور ته : «السَّلَامُ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَةُ اللَّهِ» داسې سلام ګرځاوه.

[حسن] - [ابوداود روايت کړی دی] - [سنن أبو داود - 997]

تشریح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل له لمانځه څخه ووځي نو ښي او کیڼ لور ته به یې داسې سلام ګرځاوه چې: لومړی به یې د (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) په ویلو سره ښي لور ته او د (السلام عليكم ورحمة الله) په ویلو سره کیڼ لور ته سلام ګرځاوه.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د لمانځه څخه د وتلو لپاره (ښي او کیڼ لور ته) د سلام ګرځولو مشروعیت او دا چې سلام ګرځول د لمانځه له ارکانو څخه دي.
  2. مستحب دي چې کله ناکله د سلام ګرځولو پر مهال د (وبرکاته) الفاظ ورزیات شي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دوامداره توګه داسې نه کول.
  3. د لمانځه پر مهال د دوو سلامونو ويل واجب رکن دی، خو د تلفظ پر مهال یې مخ ګرځول مستحب دي.
  4. په کار دي چې د (السلام عليكم ورحمة الله) الفاظ د مخ اړولو پر مهال وویل شي؛ نه ترې مخکې او نه وروسته.
نور