عَنْ ‌حِطَّانَ بْنِ عَبْدِ اللهِ الرَّقَاشِيِّ قَالَ: صَلَّيْتُ مَعَ ‌أَبِي مُوسَى الْأَشْعَرِيِّ صَلَاةً، فَلَمَّا كَانَ عِنْدَ الْقَعْدَةِ قَالَ رَجُلٌ مِنَ الْقَوْمِ: أُقِرَّتِ الصَّلَاةُ بِالْبِرِّ وَالزَّكَاةِ، قَالَ: فَلَمَّا قَضَى أَبُو مُوسَى الصَّلَاةَ وَسَلَّمَ انْصَرَفَ فَقَالَ: أَيُّكُمُ الْقَائِلُ كَلِمَةَ كَذَا وَكَذَا؟ قَالَ: فَأَرَمَّ الْقَوْمُ، ثُمَّ قَالَ: أَيُّكُمُ الْقَائِلُ كَلِمَةَ كَذَا وَكَذَا؟ فَأَرَمَّ الْقَوْمُ، فَقَالَ: لَعَلَّكَ يَا حِطَّانُ قُلْتَهَا؟ قَالَ: مَا قُلْتُهَا، وَلَقَدْ رَهِبْتُ أَنْ تَبْكَعَنِي بِهَا، فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الْقَوْمِ: أَنَا قُلْتُهَا، وَلَمْ أُرِدْ بِهَا إِلَّا الْخَيْرَ، فَقَالَ أَبُو مُوسَى: أَمَا تَعْلَمُونَ كَيْفَ تَقُولُونَ فِي صَلَاتِكُمْ؟ إِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَطَبَنَا فَبَيَّنَ لَنَا سُنَّتَنَا وَعَلَّمَنَا صَلَاتَنَا، فَقَالَ:
«إِذَا صَلَّيْتُمْ فَأَقِيمُوا صُفُوفَكُمْ، ثُمَّ لِيَؤُمَّكُمْ أَحَدُكُمْ فَإِذَا كَبَّرَ فَكَبِّرُوا، وَإِذْ قَالَ: {غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7]، فَقُولُوا: آمِينَ، يُجِبْكُمُ اللهُ، فَإِذَا كَبَّرَ وَرَكَعَ فَكَبِّرُوا وَارْكَعُوا، فَإِنَّ الْإِمَامَ يَرْكَعُ قَبْلَكُمْ، وَيَرْفَعُ قَبْلَكُمْ»، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَتِلْكَ بِتِلْكَ، وَإِذَا قَالَ: سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، فَقُولُوا: اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، يَسْمَعِ اللهُ لَكُمْ، فَإِنَّ اللهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى قَالَ عَلَى لِسَانِ نَبِيِّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، وَإِذَا كَبَّرَ وَسَجَدَ فَكَبِّرُوا وَاسْجُدُوا، فَإِنَّ الْإِمَامَ يَسْجُدُ قَبْلَكُمْ وَيَرْفَعُ قَبْلَكُمْ»، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَتِلْكَ بِتِلْكَ، وَإِذَا كَانَ عِنْدَ الْقَعْدَةِ فَلْيَكُنْ مِنْ أَوَّلِ قَوْلِ أَحَدِكُمُ: التَّحِيَّاتُ الطَّيِّبَاتُ الصَّلَوَاتُ لِلهِ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له حطان بن عبدالله الرقاشي څخه روایت دی وایي چې: ما له ابو موسی الأشعري رضی الله عنه سره لمونځ وکړ، نو کله چې قعدې ته ورسېده له خلکو څخه یو سړی وویل: لمونځ له نیکۍ او زکات سره یو ځای ذکر شو، هغه وویل:نو کله چې ابو موسی لمونځ پای ته ورساوه او سلام يې وګرځاوه مخ یې راوګرځاوه او ویې وییل: په تاسو کې چا دا او دا خبرې وکړې؟ وایي: خلک چپ شول، بیا یې وویل: په تاسو کې چا دا او دا خبرې وکړې؟ نو خلک چپ شول، ویې وییل: اې حطانه! کیدای شي تا به کړي وي؟ هغه وویل: ما ندي کړي، او یقینا زه ووېرېدم چې ته به پرې ما ورټې، نو له خلکو څخه یو سړي وویل: ما وکړې او ما پرې له خیر پرته بله اراده نه درلوده، نو ابو موسی وویل: آیا تاسو نه پوهیږئ چې په خپلو لمونځونو کې څه ووایئ؟ یقینا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته خطبه راکړه، نو مونږ ته یې زمونږ سنتونه بیان کړل او مونږ ته یې زمونږ لمونځ راوښود، ویې وییل:
«إِذَا صَلَّيْتُمْ فَأَقِيمُوا صُفُوفَكُمْ، ثُمَّ لِيَؤُمَّكُمْ أَحَدُكُمْ فَإِذَا كَبَّرَ فَكَبِّرُوا، وَإِذْ قَالَ: {غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7]، فَقُولُوا: آمِينَ، يُجِبْكُمُ اللهُ، فَإِذَا كَبَّرَ وَرَكَعَ فَكَبِّرُوا وَارْكَعُوا، فَإِنَّ الْإِمَامَ يَرْكَعُ قَبْلَكُمْ، وَيَرْفَعُ قَبْلَكُمْ»، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَتِلْكَ بِتِلْكَ، وَإِذَا قَالَ: سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، فَقُولُوا: اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، يَسْمَعِ اللهُ لَكُمْ، فَإِنَّ اللهَ تَبَارَكَ وَتَعَالَى قَالَ عَلَى لِسَانِ نَبِيِّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، وَإِذَا كَبَّرَ وَسَجَدَ فَكَبِّرُوا وَاسْجُدُوا، فَإِنَّ الْإِمَامَ يَسْجُدُ قَبْلَكُمْ وَيَرْفَعُ قَبْلَكُمْ»، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «فَتِلْكَ بِتِلْكَ، وَإِذَا كَانَ عِنْدَ الْقَعْدَةِ فَلْيَكُنْ مِنْ أَوَّلِ قَوْلِ أَحَدِكُمُ: التَّحِيَّاتُ الطَّيِّبَاتُ الصَّلَوَاتُ لِلهِ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ». «کله چې تاسې لمونځ کوئ، نو خپل صفونه برابر کړئ، بیا دې ستاسو څخه یو ستاسو امامت وکړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه، تاسو هم تکبیر ووایئ ، او کله یې چې: {غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلا الضَّالِّينَ} [الفاتحة: 7]، وویل: نو تاسو آمین ووایئ، ستاسو دعا به الله قبوله کړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه او رکوع یې وکړه، تاسو هم تکبیر ووایئ او رکوع وکړئ، یقینا چې امام ستاسو څخه مخکې رکوع کوي، او ستاسو څخه مخکې راپورته کیږي»، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « دا په هغې سره -جبران- شو (یعنې رکوع ته د وروسته تللو نقصان له رکوع څخه په وروسته پورته کېدلو سره جبران شو) او کله چې ووایي: سمع الله لمن حمده، تاسو ووایئ: اللَّهُمَّ رَبَّنَا لَكَ الْحَمْدُ، نو ستاسو څخه به یې الله واوري، یقینا چې الله تعالی د خپل رسول صلی الله علیه وسلم په ژبه ویلي دي: سمع الله لمن حمده، یعنې الله د هغه چا وینا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، او کله یې چې تکبیر وکړ او سجده یې وکړه، نو تاسو هم تکبیر ووایئ او سجده وکړئ، بیشکه چې امام ستاسو څخه مخکې سجده کوي او ستاسو څخه مخکې له سجدې څخه پورته کیږي»، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «دا په هغې سره -جبران شو - او کله چې قعدې ته لاړ نو ستاسو څخه د یو تن لومړۍ وینا دې دا وي: التَّحِيَّاتُ الطَّيِّبَاتُ الصَّلَوَاتُ لِلهِ، السَّلَامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُهُ، السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِينَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ». ثنا، ستاینې او پاکي الله لره دي، اې نبي ! پرتا دې سلام، د الله رحمت او برکتونه وي، پر مونږ او د الله پر نیکو بندګانو دې سلام وي، شاهدي ورکوم چې بې له الله پرته بل معبود نشته او شاهدي ورکوم چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله بنده او رسول دی.

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

صحابي ابو موسی الأشعری رضي الله عنه لمونځ وکړ، نو کله چې هغه قعدې ته ورسېده چې تشهد پکې دی، نو شاته یې له لمونځ کوونکو څخه یو سړي وویل: په قرآن کې لمونځ د نیکۍ او زکات سره یو ځای یاد شوی دی، نو کله چې ابو موسی رضي الله عنه له لمانځه څخه فارغ شو مقتدیانو ته یې مخ وروګرځاوه، نو پوښتنه یې ترې وکړه، په تاسو کې چا دا وینا وکړه چې : په قرآن کې لمونځ د نیکۍ او زکات سره یو ځای یاد شوی دی؟! نو خلک چپ شول، او لدوی څخه هېچا خبرې ونه کړې، نو یو ځل بیا یې ترې پوښتنه تکرار کړه، کله چې هېچا ځواب ورنکړ، ابو موسی رضي الله عنه وویل: اې حطانه! کېدی شي تا به ویلي وي! د هغه د جرأت له امله او دا چې هغه ته نږدې و او له هغه سره یې اړیکه وه، او دا چې د هغه تور پورې کول یې نه زوروي، او د دې لپاره چې د دې کار اصلي تر سره کوونکی اقرار کولو ته اړ باسي، نو حطان انکار وکړ او ویې وییل: یقینا زه ووېرېدم چې ته به پرې ما ورټې پدې ګمان چې ما به ویلي وي؛ همدا و چې یو سړي وویل: ما دا خبره کړې ده، او له خیر پرته مې بله اراده نه درلوده، نو ابو موسی هغه سړي ته د ښوونې په موخه وویل: آیا تاسو نه پوهیږئ چې په خپلو لمونځونو کې څه ووایئ؟! دا یې په هغه د رد په موخه وویل: بیا ابو موسی خبر ورکړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل هغوی ته خطبه ورکړه، نو هغوی ته یې د هغوی شریعت بیان کړ، او لمونځ یې وروښوده، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:
کله مو چې لمونځ کاوه نو صفونه ودروئ او پکې برابر شئ، بیا دې ستاسو څخه یو امامت وکړي، نو کله چې امام تحریمه تکبیر وکړ، تاسو هم د هغه په څېر تکبیر وکړئ او کله یې چې فاتحه ولوستله او {غير المغضوب عليهم ولا الضالين} [الفاتحة: 7]، ته ورسېده، نو تاسو آمین ووایئ؛ کله مو چې دا کار وکړ الله تعالی به ستاسو دعا قبوله کړي، کله یې چې تکبیر وکړ او رکوع یې وکړه، نو تاسو هم تکبیر ووایئ او رکوع وکړئ؛ یقینا چې امام ستاسو څخه مخکې رکوع کوي او ستاسو څخه مخکې له رکوع نه پورته کیږي، نو مه ترې مخکې کیږئ؛ ځکه هغه لحظه چې امام پکې ستاسو څخه مخکې رکوع ته تللی او تاسو پکې وروسته پاتې کیږئ، بېرته پدې سره جبرانیږي چې ستاسو څخه مخکې سر پورته کوي او تاسو ترې وروسته پاتې کیږئ، نو دا کمبود په هغې سره جبرانیږي، او د هغه د رکوع په اندازه ستاسو رکوع هم کیږي، او کله چې امام: سمع الله لمن حمده ووایي: نو تاسو ووایئ: اللهم ربنا لك الحمد، یعنې اې الله زمونږه ربه! تالره ستاینه ده، کله چې لمونځ کوونکو دا وویل بېشکه چې الله پاک یې دعا او وینا اوري، یقینا چې الله پاک د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ژبه ویلي: سمع الله لمن حمده، یعنې الله د هغه چا وینا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، بیا چې کله امام تکبیر ووایه او سجده یې وکړه، نو پر مقتدیانو تکبیر ویل او سجده کول دي، یقینا چې امام له دوی څخه مخکې سجده کوي، او له هغوی څخه مخکې له سجدې نه پورته کیږي، نو دا په هغې سره جبرانیږي، او د دوی د سجدې اندازه هم د امام د سجدې په اندازه کیږي، او کله چې د تشهد قعدې ته ورسیږي نو د لمونځ کوونکو لومړۍ وینا باید دا وي: "التحيات الطيبات الصلوات لله" نو بادشاهي، بقاء او لویي یوازې الله تعالی لره ښایي، او همدا رنګه ټول پنځه وخته لمونځونه "السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين"، نو له الله تعالی څخه د هر عیب، آفت، نقصان او فساد څخه سلامتیا وغواړئ؛ او خپل رسول صلی الله علیه وسلم په سلام وییلو سره ځانګړی کوو، بیا د الله تعالی په نیکو بندګانو سلام وایو؛ هغوی چې د الله تعالی او د بندګانو واجب حقونه یې ادا کړي دي، بیا ګواهي ورکوو چې له الله پرته په حقه بل معبود نشته، او ګواهي ورکوو پدې چې محمد د الله بنده او رسول دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د تشهد له صیغو څخه د یوې صیغې بیان.
  2. د لمانځه کړنې او ویناوې خامخا باید هغه ډول وي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي، نو هېچا ته جایز ندي چې له ځانه پکې کومه کړنه او یا وینا جوړه کړي چې په سنت ثابته نه وي.
  3. له امام څخه د مخکې کېدلو او یا وروسته کېدلو نارواوالی، او په مقتدي د امام په کړنو کې د هغه پیروي لازمه ده.
  4. تبلیغ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاملرنه، او امت ته یې د دین د احکامو ښوونه.
  5. امام د مقتدي لپاره قدوه دی چې باید اقتدا پسې وکړي، نو ورته روا ندي چې د لمانځه په کړنو کې ترې مخکې شي، او یا ورسره یو برابر شي او یا ترې وروسته شي، بلکې په لومړي سر کې باید اقتدا پسې وکړي وروسته لدې چې له هغه عمل څخه ځان ډاډمن کړي چې امام ورداخلیږي، او دا چې سنت طریقه د هغه پیروي کول دي.
  6. په لمانځه کې د صفونو ودرولو مشروعیت.
نور