+ -

عَن ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما:
أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَرْفَعُ يَدَيْهِ حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ إِذَا افْتَتَحَ الصَّلَاةَ، وَإِذَا كَبَّرَ لِلرُّكُوعِ، وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ، رَفَعَهُمَا كَذَلِكَ أَيْضًا، وَقَالَ: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ»، وَكَانَ لاَ يَفْعَلُ ذَلِكَ فِي السُّجُودِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 735]
المزيــد ...

له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه د پرانیستې پر مهال خپل لاسونه د اوږو په برابرۍ پورته کول، او کله به يې چې د رکوع لپاره تکبیر وایه او کله به يې چې له رکوع څخه سر پورته کاوه همدا رنګه به یې دواړه پورته کول او ویل به یې: «سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ» " الله د هغه چا ثنا واورېده چې د هغه ستاینه یې وکړه، اې زمونږه ربه تا لره ستاینه ده» او د سجدې پر مهال به يې داسې نه کول.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 735]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم به د لمانځه پر مهال خپل لاسونه اوږو ته مخامخ یا د اوږو برابر پورته کول، (اوږه) هغه ځای دی چې داوږې او بازو هډوکي سره یو ځای کیږي.
لومړی مقام: کله چې په تحریمه تکبیر سره د لمانځه پرانیسته کوي.
دویم: کله چې د رکوع لپاره تکبیر وایي.
دريم: کله چې له رکوع څخه سر پورته کړي او ووايي: سمع الله لمن حمده ربنا ولک الحمد.
د سجدې په پيل کې به يې لاسونه نه پورته کول او نه به يې د پورته کېدو پر مهال.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صربي صومالیایي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه ملاګاسي اورومي ژباړه Kannada کنادا
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په لمانځه کې د لاسونو پورته کولو يو حکمت دا دی چې دا د لمانځه لپاره زينت او د الله جل جلاله تعظیم دی.
  2. له هغه صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې خپل لاسونه یې په څلورم مقام کې هم پورته کړي دي لکه په ابو داود او نورو کې د ابو حميد الساعدي روایت دی چې د لومړي تشهد څخه د ولاړېیدو پر مهال په درې رکعتي او څلور رکعتي لمونځونو کې پورته کړي دي.
  3. دا هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي چې خپل لاسونه به یې د غوږونو برابر پورته کول پرته له دې چې له غوږونو سره یې ولګوي، لکه څنګه چې په صحیحینو کې د مالک بن الحویرث په روایت کې راغلي دي چې: «رسول الله صلی الله علیه وسلم به د تکبیر ویلو پر مهال لاسونه پورته کول تر دې چې د غوږونو سره به یې برابر کړل»
  4. د : سمع الله لمن حمده او ربنا ولک الحمد یو ځای وییل یوازې د امام او منفرد لپاره دي، او مقتدي به یوازې: ربنا ولک الحمد وایي.
  5. د رکوع نه وروسته په: "رَبَّنَا وَلَكَ الحَمْدُ" کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه څلور صیغې واردې دي چې دا یې یوه ده، خو غوره دا ده چې سړي دا ټولې صیغې ووایي، کله یوه ووایي او کله بله.
نور