عن عائِشَة رضي الله عنها مرفوعاً: «لا صلاة بِحَضرَة طَعَام، وَلا وهو يُدَافِعُه الأَخبَثَان».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له عائشې - رضي الله عنها - څخه مرفوع روایت دی: د خوړو په شتون کې لمونځ نشته، او نه هغه مهال چې کله قضای حاجت ورټینګ وي.
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

دا حدیث د شریعت په لیوالتیا ټینګار کوي چې مکلف باید د لمانځه پر مهال د خپل رب پر وړاندې په زړه سره حضور ولري، او دا کار شونی ندی پرته لدې چې انسان (دنیوي مشغولیتونه له خپل زړه نه ) پرې کړي، د کومو په شتون کې چې خشوع او عاجزي له منځه ځي، لدې امله: شریعت د خوړو په شتون کې له لمانځه څخه منع کړې، ځکه د لمونځ کوونکي نفس یې غواړي او زړه یې ورسره تړلی وي، همدا رنګه یې اخبثینو (تشو او ډکو میتیازو ) کولو ته د اړتیا پر مهال له لمانځه څخه منع کړېده، ځکه چې ذهن قضای حاجت ته د ضرورت له مخې مشغولیږي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. تشو او ډکو متیازو کولو ته د ضرورت پر مهال د لمانځه کراهت، مګر دا چې وخت لږ وي، نو بیا لمونځ په هر صورت کې ادا کیږي، او که چیرته یې په همدې حال کې لمونځ وکړ نو پورته حدیث په لیدو یې لمونځ صحیح خو نیمګړی دی او بیا پرې د لمانځه راګرځول نشته، خو که چېرته یې پداسې حال کې په لمانځه پیل وکړ چې ( قضای حاجت ته یې اړتیا نه لرله ) خو د لمانځه پر مهال یې ضرورت احساس کړ، نو لمونځ یې صحیح دی او کراهت پکې نشته خو پدې شرط چې قضای حاجت ته اړتیا یې د لمانځه له پوره کولو څخه مخنیوی ونه کړي.
  2. په لمانځه کې د زړه حضور او عاجزي دواړه اړین دي.
  3. عبادت کوونکی باید هر هغه څه له ځان نه لرې کړې چې له لمانځه څخه یې بوختوي.
  4. تشو او ډکو متیازو ته اړتیا د جمعې او جماعت پرېښودلو لپاره عذر ګڼل کیږي خو پدې شرط چې د لمانځه د وختونو سره یې -قصدا- هم مهاله نه کړي.