+ -

عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ:
أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ السَّاعَةِ، فَقَالَ: مَتَى السَّاعَةُ؟ قَالَ: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا». قَالَ: لاَ شَيْءَ، إِلَّا أَنِّي أُحِبُّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ». قَالَ أَنَسٌ: فَمَا فَرِحْنَا بِشَيْءٍ، فَرِحْنَا بِقَوْلِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ» قَالَ أَنَسٌ: فَأَنَا أُحِبُّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَبَا بَكْرٍ، وَعُمَرَ، وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ مَعَهُمْ بِحُبِّي إِيَّاهُمْ، وَإِنْ لَمْ أَعْمَلْ بِمِثْلِ أَعْمَالِهِمْ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3688]
المزيــد ...

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی:
يو سړي له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د قيامت په اړه پوښتنه وکړه، ويې ويل: قيامت کله دى؟ هغه وویل: «وَمَاذَا أَعْدَدْتَ لَهَا»، " څه دې ورته چمتو کړي دي " هغه وفرمایل: هیڅ، خو زه د الله تعالی او د هغه له رسول صلی الله علیه وسلم سره مینه لرم، هغه وفرمایل: «أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ»، «ته له هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې». انس رضي الله عنه وویل: موږ په هیڅ شي دومره خوشحاله نه وو، لکه څومره چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وینا خوشحاله وو چې: «تاسو د هغه چا سره یاست چې مینه ورسره لرئ» انس وویل: نو زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لرم او زه هیله لرم چې دوی سره زما د مینې له امله ورسره شم، که څه هم زه د دوی په څیر عمل ونه کړم.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 3688]

تشریح

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یوه بانډچي سړي - چې په صحرا کې اوسیده- د قیامت د نېټې په اړه پوښتنه وکړه چې څه وخت راځي؟
نو هغه صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې: د دې لپاره دې په کومو نیکو عملونو سره چمتوالی نیولی دی؟
نو پوښتونکي وویل: په کومو لویو عملونو سره ورته چمتوالی نه لرم، خو دا ده چې زه د الله او د هغه د رسول سره مینه لرم. لدې پرته یې د نورو قلبي، بدني او مالي عبادتونو یادونه ونه کړه؛ ځکه چې دا ټول د هغې مینې برخه ده چې دا (عبادتونه) یې پایله ده، او ځکه چې ریښتینې مینه یو څوک په نېکو عملونو کې زیار ویستلو ته اړباسي.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: یقینا چې ته به په جنت کې له هغه چا سره یې، چې مینه ورسره لرې.
نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرام پدې زېري سره سخت خوشحاله شول.
بیا انس رضی الله عنه وویل چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم، ابوبکر او عمر سره مینه لري او دا چې دی هیله لري چې له هغوی سره اوسي، که څه هم عمل یې د هغوی د عمل په څېر نه دی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي دري
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د سوال کوونکي په ځواب کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکمت، چې هغه ته یې د هغه څه لارښوونه وکړه چې ورته اړین دی او پرې ژغورل کیږي لکه: د آخرت لپاره په نېک عمل او هغه څه سره چمتووالی چې ګټور دی.
  2. الله تعالی د قیامت په اړه پوهېدل له خپلو بندګانو پټ کړی دی تر څو انسان د الله تعالی سره د ملاقات لپاره چمتو اوسي.
  3. د الله تعالی، د هغه د رسول او د صالحو مؤمنانو سره د مينې فضيلت او د مشرکانو سره له محبت کولو ویرول.
  4. د رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې وینا څخه مطلب چې: ته د هغه چا سره یې چې مینه ورسره لرې. په درجې او مرتبې کې برابري نه ده، بلکې مراد ترې دا دی چې هغوی په جنت کې دي او هلته هر څوک کولی شي یوبل وګوري، که څه هم ځای لرې وي.
  5. مسلمان ته لارښوونه کوي چې په هغه څه تمرکز وکړي چې د هغه لپاره غوره او ګټور وي او د هغه څه په اړه پوښتنه کول پریږدي چې ګټه ورته نه لري.
نور