عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
«قَالَ اللهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: أَنَا أَغْنَى الشُّرَكَاءِ عَنِ الشِّرْكِ، مَنْ عَمِلَ عَمَلًا أَشْرَكَ فِيهِ مَعِي غَيْرِي تَرَكْتُهُ وَشِرْكَهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2985]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2985]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي دي: هغه له شریکانو څخه تر ټولو غني شریک دی، ځکه هغه له ​​هر څه څخه بې پروا دی، او دا چې انسان کله له اطاعت څخه یو عمل وکړي او هغه د الله او غیرالله لپاره وګرځوي، نو الله تعالی یې پریږدي او ورڅخه یې نه قبلوي، او په خاوند یې بېرته ور واپس کوي. نو عمل باید خالص د الله تعالی لپاره وي، ځکه چې هغه پاک ذات یوازې هغه څه مني چې خالص د هغه کریم ذات لپاره وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د شرک له ټولو ډولونو څخه ځان ساتل؛ او دا چې د عمل د قبلېدلو مانع ګرځي.
  2. د الله تعالی د بډایتوب او عظمت احساس کول مرسته کوي چې عمل کې اخلاص وموندل شي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (66)
نور