عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: "هلك المُتَنَطِّعون -قالها ثلاثا-".
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...
له عبد الله بن مسعود - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: ( له حد نه اوړیدونکي برباد شول ) درې ځلې یې وویل.
صحيح - مسلم روايت کړی دی
پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - بیانوي چې په شیانو کې ژور تلل او له حد نه اوړیدل د تباهۍ لامل ګرځي، او د پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - هدف لدې کار څخه منع کول و، لدې څخه په عبادت سره ځان ستړي کول دي تر دې چې - زړه یې - ورڅخه تور شي او مات شي، همدا رنګه په وینا کې بیخچن او غلیظ الفاظ کارول چې په سختۍ سره خبرې راجوړوي، او د جرم له اړخه تر لوی تنطع چې باید ځان ترې وساتل شي: د نیکانو خلکو په تعظیم کې له حد نه اوړیدل دي چې بالاخرة شرک ته رسیږي.