عن أنس بن مالك رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«مَنْ نَسِيَ صَلَاةً فَلْيُصَلِّ إِذَا ذَكَرَهَا، لَا كَفَّارَةَ لَهَا إِلَّا ذَلِكَ: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} [طه: 14]».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«مَنْ نَسِيَ صَلَاةً فَلْيُصَلِّ إِذَا ذَكَرَهَا، لَا كَفَّارَةَ لَهَا إِلَّا ذَلِكَ: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} [طه: 14]». «له چا څخه چې لمونځ هېر شو، نو هغه مهال دې وکړي کله چې وریاد شو، لدې پرته یې بله کفاره نشته: {وَأَقِمِ الصَّلاةَ لِذِكْرِي} او زما د یاد لپاره لمونځ وکړئ [طه: 14] ».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم بيانوي چې له چا څخه هر یو فرضي لمونځ هېر شو تر دې چې قضا شو، نو کله چې وریاد شو باید په راګرځولو کې یې بیړه وکړي، ځکه د لمانځه د پرېښودلو ګناه یې نه بخښل کیږي او نه پرې پرده اچول کیږي تر دې چې مسلمان بېرته خپل لمونځ راوګرځوي کله چې وریاد شي، الله جل جلاله په خپل عزتمند کتاب کې فرمایلي: {وأقم الصلاة لذكري} [طه: 14] ، یعنې هېر شوی لمونځ ادا کړه کله چې دې دریاد شو.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د لمانځه اهمیت بیانول او په کولو او راګرځولو کې یې ناغیړي نه کول.
  2. پرته له عذر څخه په قصدي توګه د لمانځه وروسته کول روا ندي.
  3. پر هغه چا د لمانځه راګرځول واجب دي چې هېر شوی لمونځ یې وریاد شي، همدا رنګه په ویده انسان کله چې راویښ شي.
  4. د قضا شوو لمونځونو راګرځول سمدلاسه واجب دي، که څه هم په منع شوي وختونو کې وي.