عن عمرو بن شُعيب عن أبيه عن جدِّه قال: قال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم:
«مُرُوا أولادكمِ بالصلاةِ وهم أبناءُ سبعِ سِنينَ، واضرِبوهم عليها وهم أبناءُ عَشرٍ، وفرِّقوا بينهم في المَضاجِعِ».

[حسن] - [رواه أبو داود]
المزيــد ...

له عمرو بن شعیب رضي الله عنه څخه روایت دی هغه له خپل پلار او هغه له خپل نیکه څخه روایت کوي وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«خپلو اولادونو ته په اووه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ، او (د نه کولو په صورت کې یې پرې ووهئ) کله چې لسو کلونو ته ورسیږي، او خوب ځایونه یې سره جلا کړئ».

صحيح - ترمذی روایت کړی دی

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي چې پلار بايد خپلو - نارینه او ښځینه و -اولادونو ته په لمانځه امر وكړي کله چې اووه كلن شي او دا چې هغه کارونه وروښایي چې د لمانځه کولو لپاره ورته اړتیا لري. او کله چې لس کلنۍ ته ورسېږي، خبره یې نوره هم زياته کړې ده، هغه دا چې وهي به یې کله چې په لمانځه کې کوتاهي وکړي، او دا چې د خوب ځایونه یې سره جلا شي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. بلوغ ته له رسیدو څخه مخکي اولادونو ته ديني چارې ورښودل چي تر ټولو مهم يې لمونځ دی.
  2. وهل د ادب لپاره وي، نه د شکنجې کولو لپاره، نو باید په داسې ډول ووهل شي چې له حالت سره یې سم وي.
  3. عزت او ناموس ساتنې ته د شریعت پاملرنه او دا چې هره هغه لار یې بنده کړې ده چې د فساد لامل ګرځي ګرځي.