عن جابرٍ رضي الله عنه قال: سمعت النبي صلى الله عليه وسلم يقول:
«إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 82]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اورېدلي دي چې وییل یې:
«إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 82]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرض لمانځه د پرېښودو په اړه خبرداری ورکړی او فرمایلي یې دي چې د یو انسان او په شرک او کفر کې د لوېدلو تر منځه یوازې د لمانځه پرېښودل دي، نو لمونځ د اسلام له ارکانو څخه دویم رکن دی او په اسلام کې ستر حیثیت لري، چا چې پرېښوده پداسې حال کې چې له فرضیت څخه یې منکر و، نو د مسلمانانو په اجماع کافر دی او که چېرته یې پکې ناغیړي وکړه او بیخي یې لمونځ کول پرېښودل نو بیا هم کافر دی، او پدې اړه د صحابه کرامو اجماع رانقل شوې ده او که چېرته یې کله پرېښوده او کله یې لمونځ کاوه نو هغه ته دا ستر ګواښ متوجه دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د لمانځه ارزښت او ورته پاملرنه، ځکه چې همدا د کفر او ایمان تر منځ بیلوونکی دی.
  2. د لمانځه د پرېښودلو او ضایع کولو په وړاندې سخت خبرداری.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (57)
نور