عَنِ أَبي عبدِ الرَّحمنِ عبدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ بن الخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَمِعتُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: " بنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ: شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامِ الصَّلاَةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَحَجِّ البَيتِ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ".
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له ابو عبد الرحمن عبد الله بن عمر بن الخطاب رضي الله عنهما څخه روایت دی، هغه وایې: له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې وییل یې: اسلام پر پنځو ( بنسټونو) جوړ شوی دی: پدې ګواهي ورکول چې پر حقه معبود نشته مګر یو الله دی او محمد -صلی الله علیه وسلم - د الله رسول دی، او د لمانځه ادا کول، د زکات ورکول، د الله د کور حج کول او د رمضان د میاشتې روژه نیول.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

عبد الله بن عمر بن الخطاب - رضي الله عنهما - روایت کوي چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ( اسلام پر پنځو شیانو جوړ شوی دی ) یعنې : د اسلام مثال لکه د یوې ودانۍ دی، او دا پنځه یې لکه ستنې او پایې دي چې کلک پرې ولاړ دی، نو لومړۍ - ستن یې: شهادة أن لا إله إلا الله - ده : یعنې ګواهي ورکول چې پر حقه معبود نشته پرته له الله - تعالی - څخه او دا د توحید کلمه ده، او پرته لدې اسلام صحیح نه ګڼل کیږي، باید په ژبې سره وویل شي او پر معنا یې پوهېدل او پر غوښتنو یې عمل کول هم اړین دي. او د: (وأن محمدًا رسول الله) مطلب؛ په هر هغه څه باور کول دي چې هغه پرې خبر ورکړی او د (خبر) سلسله یې تر مونږ سمه رارسیدلې وي، او د هغه څه کول چې هغه پرې امر کړی، د هغه څه څخه ډډه کول چې هغه ترې منع کړې او دا چې د الله عبادت ونه شي مګر په هغه توګه چې هغه روا کړی. او دویم : د لمانځه ادا کول دي: چې دا له دوو رکنونو وروسته تر ټولو مهم رکن دی؛ په ورځ او شپه کې پنځه ځلې ادا کیږي، له دې امله دا د بنده او د هغه د رب تر منځه نږدې اړیکه ده، او د لمانځه له ادا کولو څخه موخه یې په استقامت سره ادا کول دي. او دریم: زکات ورکول دي: زکات ورکول هغه مالي عبادت دی چې په کال کې یو ځل د کال د اوړیدو پر مهال ورکول کیږي او یا کله چې میوې ورسیږي او پخې شي، او متعدد ګټې لری، له همدې امله یې یادونه له حج او روژې څخه مخکې شوې ده. څلورم: (د بیت الله الحرام) زیارت کول دي چې دا یو بدني عمل دی ځکه چې یو انسان دغه عبادت پخپله ادا کوي، او پدې کې روا ده چې له بل چا څخه پکې استازیتوب وکړای شي، البته د هغه چا لپاره چې استازولي ترې روا وي؛ همدا رنګه دا یو مالي عبادت دی، ځکه چې مال او توښې ته پکې اړتیا ده. پنځم: د رمضان روژه ده او روژه یو بدني عمل دی چې نورو ته سرایت نه کوي، بلکې په نيت سره د ځانګړو شيانو پرېښودل دي، چې هغه د روژې ماتوونکي دي، او روژه په کال کې يوه مياشت فرض ده چې هغه د رمضان میاشت ده. له لومړي رکن پرته اسلام نه صحیح کیږي، او دویم لمونځ دی، له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي. وايي : د انسان او شرک او کفر تر منځ د لمانځه پرېښودل دي. مسلم یې روايت کړی دی، او دا روایت چې څرنګه ښکاره دی - همدا یې معنا ده - ځکه پدې اړه داسې څه نشته چې د هغه خلاف وي، بلکه په وړاندې یې د سلفو د انګیرنې خلاف ځینې نور برداشتونه شته، خو پدې اړه د صحابه کرامو اجماع ثابته ده چې پرېښودونکی یې کافر دی، عبدالله بن شقيق العقيلي فرمايي: د محمد صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو بل کوم کار پرېښودل کفر نه ګڼل پرته د لمانځه له پرېښودلو څخه» امام ترمذي په خپل جامع او مروزي په : تعظیم قدر الصلاة کې روایت کړی دی، او د پاتې درېو ستنو (رکنونو) په اړه چې څوک يې له عذر پرته پرېږدي نو اسلام یې نيمګړی دی، او دی په ډېره لرې ګمراهۍ او سخت خطر کې دی، مګر پدې سره نه کافر کیږي؛ ځکه پدې اړه نور دلیلونه شته.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د وینا په پیل کې د شمېر یادول د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لارښوونو څخه دي؛ ځکه پدې کې د اوریدونکي هڅول دي د هغه څه پوره کولو ته چې ورته شمېرل شوي دي، او پيژندلو ته یې لیواله وي، او ځان یې ترسره کولو او کره زده کولو ته اړ باسي، داسې که چېرته یو څه ترې پاتې شي نو هڅه کوي چې له نورو پاتې شوو څخه یې پوره کړي.
  2. یو له بل سره د دواړو (شهادتینو) تړاو، او یو ځای کول واجب دي، ځکه که چېرته په یو بسنه وکړي ګټه ورته نه رسوي.
  3. دواړه (شهادتین) په خپل ذات کې یو اصل دی، او دا د نورو پاتې رکنونو لپاره بنسټ دی او د هر هغه عمل لپاره (بنسټ) دی چې الله تعالی ته پرې نږدې والی کیږي، او که چېرته کوم عمل په دواړو شهادتینو سره بنا شوی نه وي نو هغه بېرته په تر سره کوونکي مردود دی او د منلو وړ ندی، او د الله پر وړاندې یې تر سره کوونکي ته هیڅ ګټه نه رسوي.
  4. دواړه ګواهۍ (شهادتین) ټول دین او ټولو پټو او ښکاره کړنو ته شاملیږي.
  5. پدې کې دلیل دی چې هغه څه ته دې لومړیتوب ورکړل شي چې ډیر اړین وي او ورپسې اړین ته توجه وشی .
  6. په سمه توګه د لمانځه اقامت او ادا کولو ارزښت
  7. د روژې، زکات او حج اهمیت او دا چې څوک له دغو څخه څه کم کړي، د هغه دین کمیږي.
  8. دا حدیث د دین په پېژندنې کې یو ستر اصل دی او پر دې یې تکیه ده ځکه ټول رکنونه یې پکې رانغښتي دي.
  9. دا پنځه فرضونه عیني فرضونه دي، د ځینو په تر سره کولو یې له نورو نه ساقطیږي.
نور