عن أبي هريرة رضي الله عنه قال:
لَعَنَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّاشِيَ وَالْمُرْتَشِيَ فِي الْحُكْمِ.

[صحيح] - [رواه الترمذي وأحمد] - [سنن الترمذي: 1336]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په فیصله کې په رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي لعنت ویلی دی.

[صحيح دی] - [الترمذي او احمد روايت کړی دی] - [جامع الترمذي - 1336]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم رشوت ورکوونکي، رشوت اخیستونکي او رشوت قبض کوونکي ته د الله له رحمت څخه په لرې کېدلو او شړلو سره ښېرا کړې ده.
لدې څخه هغه رشوت هم دی چې قاضیانو ته ورکول کیږي تر څو په ظلم سره پرېکړه وکړي او له لارې یې رشوت ورکوونکی خپل مراد ته په ناحقه ورسیږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د رشوت ورکول، اخیستل، پکې منځګړیتوب او مرسته کول حرام دي؛ ځکه چې دا په باطل کې مرسته کول دي.
  2. رشوت ورکول لویه ګناه ده؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اخیستونکي او ورکوونکي لعنت ویلی دی.
  3. په قضا او قضاوت کې رشوت تر ټولو لوی جرم او ستره ګناه ده؛ د ظلم او په هغه څه د پرېکړې له امله چې الله تعالی ندی نازل کړی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (59)
نور