عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضيَ اللهُ عنهُما أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم:
نَهَى عَنْ كُلِّ ذِي نَابٍ مِنَ السِّبَاعِ، وَعَنْ كُلِّ ذِي مِخْلَبٍ مِنَ الطَّيْرِ.

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1934]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم:
د هر ډول وحشي ځناور (له خوړلو) څخه منع فرمایلي دي چې داړې ولري، او د هر ډول الوتونکې مرغۍ څخه چې پنجې ولري.

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 1934]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر هغه وحشي حیوان خوړل منع کړي دي چې په داړو ښکار کوي، او د هر هغه الوتونکي مرغه څخه چې په پنجو ښکار او څیرې کول کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. اسلام په خوراک، څښاک او داسې نورو شیانو کې په پاکیزه شیانو ټینګار کوي.
  2. په خوراکي توکو کې اصل دا دی چې ټول حلال دي، پرته له هغو چې په حراموالي یې دلیل شتون ولري.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو اندونیسیایي نور (49)