عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «من قَتَلَ مُعَاهَدًا لم يَرَحْ رَائحَةَ الجنة، وإن رِيْحَهَا تُوجَدُ من مَسِيرَة أربعين عامًا».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...
عبد الله بن عمرو - رضي الله عنهما- له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي فرمایي: «چا چې معاهد وواژه؛ د جنت بوی به - هم - حس نه کړي، حال دا چې بوی یې د څلوېښت کالو په واټن کې موندل کیږي».
صحيح - بخاري روايت کړی دی
حدیث پر دې دلیل دی چې چا معاهد پرته له حقه وواژه - او معاهد هغه چا ته ویل کیږي چې د مسلمانانو تر واک لاندې زمکې ته د ژمنې او امن ورکولو له مخې راننوتی وي او یا دا چې ذمي وي، له کافرانو څخه - نو الله به - قاتل - ته جنت ته د ننوتلو اجازه ورنکړي، حال دا چې د جنت بوی د څلویښت کلونو په واټن کې موندل کیږي، او دا یې لدې انسان څخه په لري والي دلیل دی، او - له حدیث څخه دا حکم هم اخیستل کیږي - چې اسلام د بې ګناه خلکو، معاهدو، او ذمیانو د وینو تویولو مخنیوی کوي، او دا چې له حق پرته د دوی وژل له کبیره ګناهونو څخه دي.